بېرته
طالبان په افغانستان کې دڅونوروامریکائی عسکرودوژلوادعا کوی
د خپرېدو نېټه: 1390/08/09 0:0د خبر شمېره: 7336سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دطالبانویوه ویندوی قاری یوسف احمدی نن له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې ادعا وکړه دلوګرولایت په برکی برک ولسوالۍ کې ئې دامریکائی عسکروپریوې ګزمې غلچکۍحملې کې دهغوی یوټانک تباه کړچې له امله ئې دوه امریکائی عسکر مړه او څونورهم ټپیان شول .هغه وویل په دغه بریدکې دوه طالبان هم ټپیان شوی دی هغه همداراز ادعاوکړه دهرات ولایت په شینډنډسیمې کې ئې هم دبهرنیوعسکرویوموټر سایکل په ماین سره ولوزاوهّ چې له امله ئې دوه بهرنی عسکرووژل شول هغه بیا مدعی شو طالبانو دغه راز ددغه ولایت په زندجان ولسوالۍ کې هم نن دوې بجې د افغان عسکرو یو ګاډی په ماین سره ولوزاوهّ چې له امله ئې پنځه ملی عسکر ووژل شول