د آل خلیفه رژیم چې په دې هېواد کې د ولسی پاڅونونو له دوامه په ویره کې لویدلی دی، پر نر، ښځې، ځوان او زاړه رحم نه کوی. په کوچنی اختر کې د یوه ماشوم له شهیدولو وروسته، اوس د آل خلیفه رژیم د تاوتریخوالی له امله یو بوډا سړی په شهادت رسول شوی دی. د ال خلیفه رژیم ځواکونو په خپلو نویو جنایتونو کې د الوفاق اسلامی د ټولنې د عمومی منشی د مرستال حسین الدیهی د پلار، علی الدیهی پر کور په تېری سره، نوموړی وهلی ډبولی دی. دغه 70 کلن بوډا د سختو ټپونو له امله په شهادت رسیدلی دی. په عین حال کې د بحرین د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په صادریدو سره اعلان کړی دی، چې علی الدیهی د زړه د تکلیف له امله مړشوی دی. پرون د الوفاق ټولنې د مرستیال د پلار، علی الدیهی د جنازې په مراسمو کې په زرګونو تنه واټونو ته راووتل، خو دغه مراسم د امنیتی ځواکونو په مداخلې سره پر تاوتریخوالی بدل شول. د بحرین د ډیموکراټیک ټولنې عمومی منشی، فاضل عباس اعلان کړی دی، چې ددغه هېواد اوسنۍ وضع د علی الدیهی په شهادت سره سخته ګډوډه شوې ده. دې ګډوډۍ ددې پېښې په اړه د بحرین چارواکی دروغ ویلو ته اړ کړی دی. خو ټول شواهد ددې ښودنه کوی چې د الدیهی کورنۍ له ډېر پخوا راهیسې د آل خلیفه رژیم د عواملو له خوا تر دباو لاندې وه. عبدالله الماحوزی له هغو بحرینی سیاستوالو او فعالینو څخه دی چې ددې هېواد د اوسنۍ وضع د تشریح په اړه یې وویل، په بحرین کې هېڅوک د آل خلیفه رژیم د سزا له سیاسته په امن نه دی. نوموړی ټینګار وکړ، د آل خلیفه رژیم پوځی اقداماتو د خلکو په منځ کې دغه باور پیاوړی کړی چې دغه رژیم په بشپړه توګه نامشروع او د اصلاح وړ نه دی. د بحرین واکمنان اټکل کوی چې د تاوتریخوالی له لارې ملت له انقلابه شاتګ ته اړ ایستلای شی. خو ددې هېواد انقلابیون او ځوانان د انقلاب پر دوام ټینګار کوی چې دا ددې ښودنه کوی چې ځپنې اپوټه یا معکوسه نتیجه ورکوی. د پام او غور وړ ټکی دادی چې په بحرین کې ټولې ځپنې په داسې حال کې ترسره کېږی چې ددې هېواد د رژیم له خوا د شریف بسیونی په مشرۍ د حقیقت موندنې کمېټه جوړه شوې ده. دغه موضوع ددې ښودنه کوی چې د حقیقت موندنې کمېټې جوړیدل، د آل خلیفه رژیم له خوا یوازې نمایشی کار و. فارن پالیسی امریکایی خپرونه چې د واشنګټن د پرېکړې نیونې له مرکز سره اړونده ده، په خپل یوه رپوټ کې یې، د بحرین واکمن، حمدبن عیسی آل خلیفه او د عربستان پاچا، عبدالله بن عبدالعزیز هغه ستر جنایتکاران بللی دی چې امریکا له هغوی څخه په منځنی ختیځ کې د خپلو سټراټژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره د متحد په توګه استفاده کوی. شک نه شته چې په بحرین کې د تاوتریخوالو اعمالول د امریکا په سپارښتنه او د فارس خلیج د سویلی څنډې هېوادونو په پریمانه ملاتړونوسره ترسره کېږی. له دې ټولو سره سره، ملګرو ملتونو د بحرین له چارواکو غوښتی دی، د خلکو غوښتنو ته دې پام وکړی. د ملګرو ملتونو ویاندې، مارټین نسیرکی، په یوه خبری غونډه کې، په بحرین کې د تاوتریخوالی ددوام د غندلو ترڅنګ، په دې هېواد کې د سملاسی اصلاحاتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه. خو هغه څه چې د بحرین په اړه څرګند دی دادی چې نړیوالو ارګانونو په ترټولو ښو حالاتو کې، په بحرین کې د ځپنو او د وژنو د وضعیت په اړه یوازې د اندېښنې په ښودلو بسنه کړې ده. په بحرین کې د شویو جنایتونو پروړندې د نړیوالو ارګانونو چوپتیا، اوس ددې ارګانونو د شتون فلسفه چې بایدپه نړۍ کې د امنیت ساتونکې و اوسی تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. آن د بحرین د پارلمان استعفاشوی استازی، مطر مطر هم د نړیوالو ارګانونو پر بې عملۍ په نیوکې سره انتقاد کړی دی، په بحرین کې د ځپنو دوام، د هغه قضایی خوندیتوب پایله ده چې نړیوالې ټولنې د آل خلیفه رژیم ته ورکړی دی. سالار