ایرناخبری آژانس راپورورکړدناپیلی غورّځنګ خبری آژانس نن په یوه راپورکې د ایران دسوله ایزوایټمی فعالیتونوپه باب دایتمی انرژۍدنړیوال آژانس دمشر یوکیا آمانوله نوی راپورسره دروسې،چین،ناپیلی غورځنګ اونوروهیوادونومخالفت ته په اشارې سره دادواشنګټن اوتل ابیب له خواپلان شوی یوه نوی سناریوبللې چې له باوری سندونوپرته ده اوهیڅ حقوقی ارزښت نه لری . ددغه راپورپه اساس دامریکاچارواکی هڅه کوی چې نړیواله ټولنه دایران په ضد ولمسوی اوپر دغه هیوادد دباؤنودزیاتولو سبب شی خو دایران اسلامی جمهوریت هماغه راز ددغو دباؤنو په وړاندې په کلک هوډ سره دریدلی دی دغې خبری سرچینې د آمانو په نوی راپور دناپیَلی غورّنګ دغړو هیوادونواندیښنې ته په اشارې سره لیکلی دی دنم ډلې دغړو هیوادونوغونډه پرون د ایران په غوښتنې سره په ویاناکې ترسره شوه اودایران مسئولوچارواکوپه دغې غونډې کې په یوه راپور کې ددغه هیوادوضیعیت وړاندې کړ دایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې دایران داسلامی جمهوریت دایمی استاذی علی اصغر سلطانیه هم د آژانس د مشر دغه راپور یو سیاسی،غیر تخصصی اوناانډوله وباله اووې ویل دناپیلی غورځنګ،چین اوروسیې له خبرداری سره سره آمانوپخپل شخصی اوپیلی نظرټینګاروکړ اودامریکا پشمول د ګوته په شمیر هیوادونوله دروغو ډکې ادعاګانې ئې پخپل راپورکې ورزیاتې کړې چې دی به ئې پخپله هم نتیجې ووینی .