بېرته
دافغانستان دښځو وزارت دملګروملتونو راپور کاملا رد کړ .
د خپرېدو نېټه: 1390/09/05 0:0د خبر شمېره: 7649سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان دښځو دچارو وزارت په دغه هیواد کښې دښځو پرضد دتاوتریخوالی دبندیز دقانون دمحدودې اجرا په باره کښې دملګروملتونو دبشری حقوقو دکمیسیون وروستی راپور رد کړ .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دښځو دچارو د وزیر مرستیالې میرمن مژګان مصطفوی پرون وویل په 2009 میلادی کال کښې دښځو پرضد دتاوتریخوالی دبندیز دقانون له تصویبیدا وروسته ددغه قانون داجرا لپاره دپام وړ پرمختګونه شوی دی .
هغې وویل په تیرو دوو کلونو کښې دښځو پرضد له تاوتریخوالی سره دمبارزې لپاره یوځانګړی کمیسیون په کابل کښې جوړ شو او حاضردمه دغه کمیسیون په اتو ولایتونو کښې څانګې جوړې کړی او ټاکل شوی ده په نورو شپږو ولایتونو کښې هم خپل فعالیت پیل کړی .
ملګروملتونو په تیرې چهار شنبې ورځ په یوه راپور کښې وویل په افغانستان کښې دښځو پرضد دتاوتریخوالی دبندولو دقانون دتصویبیدا له لسو(10) کلونو تیریدا سره سره دافغانستان حکومت ددغه قانون په اجرا کښې بریالی نه دی شوی .