زموږ د خبریال له راپور سره سم د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار نن د افغانستان د ولسی جرګې له مشر عبد الرؤف ابراهیمی سره په کتنه کې وویل په افغانستان کې د امریکایی نیواک ګرو له شتون راهیسې نا امنی او ترهګری ټولې سیمې ته غزیدلې ده . د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ امریکا د امنیت راوستلو په پلمه افغانستان اشغال کړ په داسې حال کې چې اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوی . محمد نجار د خلکو په لاس د سیمې د ستونځو د حل په اړتیا ټینګار وکړ . د افغانستان د ولسی جرګې مشر هم په دې لیدنه کې د اسلامی انقلاب له معظم رهبر څخه د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ زیاته کړه زبر ځواکونه په افغانستان کې له یوه اسلامی انقلاب ویریږی له همدې امله هڅه کوی په دې هیواد کې لا نورې ستونخې را منځته کړی .