بېرته
حضرت امام حسین ع دعدالت او حقیقت په لاره کښې ځان قربان کړ
د خپرېدو نېټه: 1390/09/20 0:0د خبر شمېره: 7845سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په ایټالیا کښې دامام مهدی علیه السلام موسې مشر ددنیادشیعه مسلمانانو ددریم (3)امام حضرت امام حسین علیه السلام دپاڅون په مثبتو اړخونو ټینګار وکړ .
دایټالیا په پلازمینې روم کښې دامام مهدی علیه السلام موسسې مشر شیخ عباس دی پالما زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل دشهیدانو سلار حضرت امام حسین علیه السلام دحقیقت او عدالت په لاره خپل ځان قربان کړ .
هغه وویل حضرت امام حسین علیه السلام پاڅون وکړ چې په ټوله دنیا کښې سوله او عدالت ټینګ شی او ټولې بشری ټولنې دخپل وخت دظالمانو او بې عدالتۍ پرضد پاڅون ته وروبولی .
حضرت امام حسین علیه السلام داسلام ، قران مجید او داسلام دقوانینو دتل ژوندی ساتلو او له ظلم ، جهالت او فساد سره دمقابلې لپاره له خپلۍ کورنۍ او ملګرو سره یوځاې داسې قربانی ورکړه چې دتل لپاره یې اسلام ژوندی کړ .
هیڅ چا دامام حسین علیه السلام په شان قربانی نه ده ورکړی او نه به یې ورکړی .
که چیرې امام حسین علیه السلام او دهغه پاڅون نه وائ نو نن به نه اسلام او نه قران اونه لمونځ وو .