بېرته
حامد کرزى، عبدالصمدخان اڅکزى را سمبول آزادیخواهى خواند
د خپرېدو نېټه: 1390/10/10 0:0د خبر شمېره: 8100سرچینه: آژانس خبری ایرکا

د سیاسی مبارز او نامتو ادیب عبدالصمد خان اڅکزی د څلوېښتم تلین په اړه په جوړ شوی سیمینار کې د نوموړی د ازادۍ غوښتنې هڅې وستایل شوې.
دغه دوه ورځنى سیمینار د ولسمشر حامد کزری، یو شمېر نورو افغان چارواکو او فرهنګیانو او د ډېورنډ د کرښې له هغې خوا د راغلو یو شمېر سیاسی او فرهنګی شخصیتونو په ګډون نن په کابل کې پرانیستل شو.
عبدالصمد خان اڅکزى په 1907میلادی کال کې د سوېلی پښتونخوا په ګلستان نومې سیمه کې وزېږېد او د 1973زېږدیز کال په وروستۍ میاشت کې د نامعلومو کسانو له خوا په کوېټه کې په خپل کور کې د لاسی بم په برید کې ووژل شو.
اڅکزى، چې د پښتنو له سترو مشرانو څخه بلل کېږی، خپل ټول عمر یې په فرهنګی او سیاسی فعالیتونو کې تېر کړی، د خپلو سیاسی فعالیتونو له امله د برتانیوی هند د واکمن حکومت له خوا او بیا وروسته د پاکستانی حکومت له خوا په وار، وار زندانی شوی دى.
ولسمشر حامد کرزی غونډې ته په وینا کې عبدالصمدخان اڅکزى د ازادۍ د لارې یو مثال وباله او ویې ویل، چې هغه تل د سیمې د ازادۍ او یووالی لپاره هڅې کولې.
د ده په وینا، عبدالصمد خان د هند د ازادۍ غوښتونکی له مشر ګاندی، د عدم تشدد د غورځنک له بنسټ اېښودونکی خان عبدالغفارخان، د پاکستان له ازادی اخیستونکی مشر محمدعلی جناح او له مشهور هندی عالم مولانا عبدالکلام ازاد سره اړیکې لرلی.
ولسشمر حامد کرزی و ویل، چې عبدالصمد خان اڅکزى ښه لیکوال هم و او د پښتو تر څنګ یې په فارسی ژبه هم لیکنې کړې او له فارسی ژبې سره یې ډېره مینه درولوده.
د عبدالصمد خان اڅکزی د څلوېښتم تلین په یاد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د کابل پوهنتون او د حکیم خسرو بلخی د فرهنگی بنسټ پیغامونه هم نن په یاد سمینار کې ولوستل شول.
د سرحدونو چارو وزارت او د کابل پوهنتون په پیغامونو کې عبدالصمد خان د سولې، یووالی او ازادۍ غوښتنې مبارز بلل شوى او په کې راغلی وو، چې هغه ډېر اثار په پښتو، دری، اردو او عربی ژبو لیکلی دی.
په پیغامونو کې ویل شوی، چې عبدالصمد خان تعلیم د پرمختګ عامل باله او د تشدد پر خلاف یې مبارزه خپله لاره ټاکلې وه.
د حکیم خسرو بلخی د فرهنگی بنسټ په پیغام کې راغلی و، چې عبدالصمد خان اڅکزی د هند د ازادۍ لپاره څو ځلې خپل غږ اوچت کړ او په دې لاره کې یې د اوږدې لپاهر زندانونه تېر کړل، خو بیا یې هم له مبارزې لاس وانه خیست.
دغه راز ده و ویل، چې اڅکزی د هند د نیمې قارې تر خپلواکۍ وروسته په پاکستان کې هم د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره په مېړانه مبارزه وکړه او د پښتنو لپاره یې ډېر خدمتونه وکړل.
دغه راز په پیغام کې راغلی، چې عبدالصمد خان اڅکزی په سوېلی پښتونخوا کې د لومړی ځل لپاره د ژورنالیزم بنسټ کېښود.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین هم عبدالصمد خان د ازادۍ غوښتنې او اصلاح طلبۍ لوى مبارز وباله.
د ده په وینا، عبدالصمد خان د سیاسی فعالیتونو ترڅنګ د پوهنې د پراختیا او د غلطو رواجونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د پام وړ هڅې کړې دی.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباری راشد په دغه سمینار کې عبدالصمد خان اڅکزى د ازادۍ غوښتنې ستر مبارز یاد کړ او ویې ویل، چې هغه په دې لاره کې لویه قربانی ورکړې ده.
راشد و ویل، چې اڅکزی د استبداد پر وړاندې تر وروستۍ سلګۍ خپلې مبازرې ته دوام ورکړ او هېڅکله یې هم پر وړاندې سر ټیټ نه کړ.
د علومو اکاډمۍ مشر په سیمه کې د پښتنو یووالى د اڅکزی لویه هیله وبلله.