بېرته
په میوند کې د 27 تنو په وژلو کې برخه اخیستونکى ونیول شو
د خپرېدو نېټه: 1390/10/10 0:0د خبر شمېره: 8103سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په کندهار کې د ملی امنیت ریاست منسوبینو هغه تن نیولى، چې دوه کاله وړاندې یې د کندهار – هرات پر لویه لاره د یوه 303 موټر د 27 سپرلیو په وژلو کې برخه اخیستې وه.دوه کاله وړاندې، د 1387 لمریز کال د تلې په 28مه، وسله والو طالبانو د کندهار- هرات پر لویه لاره د میوند ولسوالۍ په اړونده سیمه کې له یوه 303 موټر څخه 27 سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته ووژلې.
د وژل شویو وګړو جسدونه، چې ځینې یې په مرمیو لګېدلی او له ځینو سرونه غوڅ شوی وو، تر وژل کېدو څو ورځې وروسته د ځایی خلکو په مرسته وموندل شول.
هغه مهال وسله والو طالبانو ویلی وو، چې وژل شوی ټول کسان د ملی اردو سرتېری وو، چې په ساده جامو کې هلمند ولایت ته روان وو؛ خو دولتی چارواکو ویل، چې وژل شوی کسان ملکی وګړی وو، چې د مزدورۍ لپاره ایران ته روان وو، چې ډېرى یې د لغمان ولایت اوسېدونکی وو.
د کندهار د ملی امنیت منسوبینو نن د مرغومی په 10مه، پنځه وسله وال مخالفین، چې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نیول شوی وو، خبریالانو ته وښودل.
د دغې ادارې مسوولین وایی، چې دغه کسان یې په بېلابېلو عملیاتو کې له درېیو ډبو چاودېدونکو توکو، یو پارسل امونیم نایټرېټ، 3 کلاشینکوفونو، 4 تومانچو، 3 آیکم مخابرو، 5 لاسی بمونو او د تېزاب شیندلو له یوې الې سره نیولی دی.
نیول شوی وګړی، شاه پسند، بشیر احمد، ولی محمد، فضل الدین او محمد نبی نومېږی، چې د شاولیکوټ، میوند، د کندهار ښار د اوومې ناحیې او د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د نیول شویو له ډلې بشیر احمد، چې د میوند ولسوالۍ اوسېدونکى او د څلورو تنو قوماندان دى، په خبری غونډه کې ومنله، چې دوه کاله وړاندې یې د کندهار _ هرات پر لویه لاره د یوه 303 موټر د 27 سپرلیو په وژلو کې برخه اخیستې ده.
هغه له وسله والو مخالفینو سره د یو ځاى کېدو او تر سره کړیو کارونو په اړه داسې وویل: ((زما نوم بشیر احمد دى، څلور کاله مخکې مې په میوند ولسوالۍ کې دوکان کاوه؛ یوه ورځ مولوی بصیر، چې په سیمه کې د طالبانو قوماندان دى، خپل دوه تنه په ما پسې راولېږل او راته ویې ویل، چې ته به زموږ سره کار کوې، که داسې نه وی، نو نور دلته دوکان نه شې کولى.))
دى وایی، له همدې امله له وسله والو طالبانو سره ملګرى شو او څلور تنه ورکړل شول، چې هغه یې د قوماندان په توګه کار کاوه.
هغه وړاندې زیاته کړه: ((د خپلو څلورو ملګرو سره یو ځاى مې د لومړی ځل لپاره د کندهار-هرات پر لویه لاره د بهرنیانو پر کتار برید وکړ؛ وروسته مولوی بصیر د یوه انجنیر د وژلو راته وویل، هغه مې وواژه؛ دغه راز څه موده وروسته مې د هغه په غوښتنه د اسحاقزو د قوم مشر محمد ګل او د نوروز د قوم مشر خیرو هم ترور کړل.))
د وسله والو نیول شوی قوماندان د خپلو اعترافاتو په دوام وویل، چې دوه کاله مخکې د کندهار _ هرات پر لویه لاره مولوی بصیر یو 303 موټر راګرځولى و او 27 تنه یې ښکته کړی وو او ټول یې پر خپلو کسان وېشلی وو او ووژل شول.
نوموړى وایی: ((مولوی بصیر د موټر د نیول کېدو پر مهال راته زنګ وواهه او ویې غوښتلو، زموږ ګروپ ته یې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه دوه تنه راوسپارل، چې ما او زما ملګرو په ګډه د میوند ولسوالۍ د بند تېمور په یوه شېله کې ووژل.))
د نیول شویو کسانو له ډلې څخه پاتې نورو هم پر خپلو جرمونو اعترافات لرل او ویل یې، چې په بېلابېلو وختونو کې یې پر کورنیو او بهرنیو سرتېرو وسله وال بریدونه او بمی چاودنې کړې دی.