بېرته
فراه کې 22 وسله وال مخالفین ووژل شول
د خپرېدو نېټه: 1389/04/29 0:0د خبر شمېره: 824سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په فراه ولایت کې د تېرې شپې راهیسې د وسلوالو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ په جګړه کې 22 وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فراه ولایت د والی مرستیال محمد یونس رسولی کلید ته د تلیفون پر لیکه وویل، چې دا جکړه د تېرې شپې راهیسې د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د سرو اوبو په سیمه کې پیل شوې، چې بېګا پایته ورسیده.
رسول زیاته کړه، چې په دې جګړه کې ملی اردو ملی پولیس او ایتلافی ځواکونه برخه درلوده او د هوا له لارې یې هلیکوپترو ملیتا کوله.
د رسولی په وینا، په دې جګړه کې 22 تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او 7 پایې مخابرې او یوه اندازه وسلې هم د دولت لاس ته ورغلی دی.
بل خوا وسلوالو طالبانو رسنیو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې په دې جګړه کې یې80 افغان او بهرنی سرتیری وژلی، خو دولتی چارواکی بیا دا خبره په کلکه ردوی.