د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندویی جانان موسی زی نن د ایران او افغانستان اړیکې ورورګلویزې او دوستانه وبللی او ویې ویل کابل د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره پراخې ورورګلویزې اړیکې غواړی . هغه وویل د ایران او افغانستان 925 کیلومتره ګډه پوله لری چې هغه د دوستۍ او ورورګلوۍ پولی دی . د افغانستان د خارجه وزارت ویندویی هغه له بهرنیو عسکرو څخه افغان ځواکونو ته د افغان بندیانو سپارل اړین وبلل. موسی زی په قطر کښې د طالبانو او امریکا خبرو اترو ته اشاره وکړه اوویې ویل دسولې خبرې اترې هغه وخت ګټورې دی چې د مشرې یې کابل وکړی .