بېرته
د کندهار په ځانمرګی برید کې 15ملکی وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د خپرېدو نېټه: 1390/10/29 0:0د خبر شمېره: 8390سرچینه: ایرکا خبری آژانس

چارواکی وایی، چې په کندهار کې د موټر بم د چاودنې له امله 15 ملکی وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د مرغومی په 29 مه پژواک اژانس ته وویل، چې نن ماسپیښین شاوخوا یوه بجه د کندهار د هوایی ډګر په دروازه کې د بهرنیو ځواکونو پر کتار د موټر بم چاودنه وشوه، چې له امله یې 7 ملکی وګړی ووژل شول او 8 نور ټپیان شول.
د هغه په وینا، د موټر بم برید د یوه شین رنګه کرولا ډوله موټر په وسیله ترسره شو، چې په لاره تېریدونکی ملکی وګړیو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د کندهار هوایی ډګر، د کندهار له مرکز څخه سپین بولدک ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره پروت دى.
ایوبی زیاته کړه، چې په وژل شویو کې هم دوه ماشومان او په ټپیانو کې هم دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده.
د ده په خبره، وژل شوی او ټپیان ټول، د کندهار له مرکز څخه د سپین بولدک ولسوالۍ یا له سپین بولدک څخه د کندهار ښار ته پر لاره وو.
نوموړی په دې پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته د زیان له اوښتو بې خبری وښوده.
د ولی جان په نوم د کندهار د هوایی ډګر د دروازې یوه پولیس او د پېښې عینی شاهد پژواک اژانس ته وویل، چې نوموړى پر خپله دنده بوخت و، چې ناڅاپه یوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه.
نوموړی وویل، چې له چاودنې وروسته یې د ملکی خلکو مړی د سړک پر غاړه پراته ولیدل او دغه راز یې یو بهرنى سرتېرى هم ولید ، چې پروت و او وینې ترې بهیدې.
د ده په وینا، د چاودنې له امله دوه د بهرنیو ځواکونو او یو د ملکی خلکو موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
خو وسلوال طالبان بیا وایی، چې د بهرنیو اتباعو د مشاورینو په یو کروزین ډوله موټر د کندهار د هوایی ډګر په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې شپاړس بهرنیان وژلی دی.
طالب ویاند قاری یوسف احمدی وایی، چې دغه برید د احمد په نوم یوتن د تونس موټر په واسطه ترسره کړى ، چې له امله یې درې کروزین موټر هم له منځه تللی دی او د هوایی ډګر د نظام قراول ودانیو ته یې هم زیان اړولى دى.
ایساف ځواکونو پژواک ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلی دی چې چاودنه په موټر کې د ځاى پرځاى شویو چاودیدونکیو توکیو په وسیله رامنځته شوې .
خبرپاڼه زیاتوی چې په پېښه کې یو شمېر ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ایساف او افغان امنیتی ځواکونه یې په اړه تردې مهاله معلومات نه لری، خو د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړی دی.