بېرته
ظاهر قدیر د ولسى جرګې لومړى مرستیال وټاکل شو
د خپرېدو نېټه: 1390/11/03 0:0د خبر شمېره: 8442سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دولسى جرګې لومړى مرستیال وټاکل شو، خو د دویم مرستیال، منشی او د مرستیال منشی څوکیو ته کاندیدان دټاکلیو رایو دنه ترلاسه کولو له امله دټاکنو دویم پړاو ته پاتې شول.
د ولسی جرګې غړیو نن ( د سلوغه په 3مه )د لومړی او دویم مرستیال او د منشی او د منشی د مرستیال د ټاکلو لپاره رایې ورکړې .
د ولسی جرګې په نننی مجلس کې 210 تنو وکیلانو شتون درلود او خپلې رایې استعمال کړې، په داسې حال کې ، چې بریالى کاندید باید ترنیمو زیاتې رایې (لږ ترلږه 105 رایې) ترلاسه کړی.
په ولسی جرګه کې دننګرهار دخلکو استازی حاجی عبدالظاهر قدیر د140 رایو په ترلاسه کولو سره لومړى مرستیال شو ، خو دپکتیکا د خلکو استازی نادرخان کټوازی د46 رایو په ګتلو سره دغه دنده ترلاسه نشواى کړاى.
دلومړی مرستیال د ټاکنې لپاره 8 باطلې رایې او16 سپینې رایې استعمال شوې وې.
همدارنګه دهرات دخلکواستازی احمدبهزاد د72 رایو په ترلاسه کولو، ډاکترجعفر مهدوی دکابل دخلکواستازی د55 رایو او محمد عبده دبلخ دخلکواستازی د52 رایو په ترلاسه کولو سره ونشواى کړاى، چې د دویم مرستیال څوکۍ ترلاسه کړی.
د دویم مرستیال د ټاکنې په رایه اچونه کې 11 باطلې رایې او 20 سپینې رایې کارول شوې دی.
په همدې توګه دپروان دخلکو استازی عبدالستار خواصی د105 رایو اوظهیر سعادت دپنجشیر دخلکو استازی د66 رایو په ترلاسه کولو سره ونشواى کولى ، چې ددې جرګې دمنشی څوکۍ ترلاسه کړی
د ولسی جرګې دمنشی لپاره 13 باطلې رایې او 26 سپینې رایې کارول شوې دی.
په همدې ډول دکابل دخلکو استازی قیس حسن د81 رایو او محمد فرهاد عظیمی د 104 رایو په ترلاسه کولو سره ونشواى کولى چې د ولسی جرګې د مرستیال منشی څوکۍ ترلاسه کړی.
د ولسی جرګې دمرستیال منشی دټاکنې لپاره 7 باطلې رایې او 18 سپینې رایې کارول شوې دی.
ټاکل شوې ده ، چې سباته د دویم مرستیال دټاکنې په موخه د احمدبهزاد او ډاکتر جعفر مهدوی او د منشی د ټاکنې لپاره دعبدالستار خواصی او ظهیر سعادت او دمرستیال منشی دټاکنې لپاره د قیس حسن او محمدفرهاد عظیمى ترمنځ ټاکنې ترسره شی.
د شپاړلسمې تقنینی دورې دلومړی کال په اداری پلاوی کې دکندوز دخلکواستازى عبدالرووف ابراهیمی د رییس، دکندهار استازى خالد پښتون دلومړی مرستیال، دهرات دخلکو استازى احمد بهزاد د دویم مرستیال ، د زابل دخلکو استازى عبدالقادر قلاتوال دمنشی او دبلخ استازى محمدفرهاد عظیمی د مرستیال منشی په توګه شامل وو.
همدارنګه دملی شورا د کورنیو دندو داصولو دقانون پربنسټ،دهرکاری کال په سر کې باید لومړى او دویم مرستیالان،منشی اومرستیال منشی په دواړو مجلسونو کې د استازیو د رایو په اساس وټاکل شی.