دکابل نړیوال کنفرانس دنړۍ داویا هیوادونو او نړیوالو سازمانونو داستازو په گډون جوړشو. دکابل نړیوال کنفرانس دافغانستان داسلامی جمهوریت د جمهوررییس حامدکرزی په پرانستوونکی وینا اودنړۍ دڅه دپاسه اویا هیوادونو او نړیوالو سازمانونو داستازو په گډون نن له غرمی مخکې په کابل کې جوړشو. د جمهوری ریاست دمطبوعاتی دفتر دمعلوماتوله مخې : حامدکرزی په خپلې پرانستوونکی وینا کې څرگنده کړه چې افغانستان له یو داسی شریراو وحشی دښمن سره مخامخ دی چې ټول اسلامی انړیوال اصول ترپښو لاندې کوی چې دابهام دفضا له برابرولو اودافغانستان دواکمنۍ اودنړیوالې ټولنې د ژمنې په وړاندې دعامه ذهنیت له مشکوک کولو پرته بل څه په سرکی نه لری . جمهوررییس زیاته کړه له ټولو څخه غوښتنه کوم چې خپل نظر له گډدښمن سره له جګړې څخه لری کړی اوداصلی هدف په باب چې هماغه یوامن، سوکاله اوباثباته افغانستان دی متمرکز کړو . موږ بی ساری فرصت په لاس کې لرو چې دافغانستان دولت له ملی اجتماع ، موجودو امکاناتو ، ملی ارادی اوله نړیوالې همکاری اواتحاد څخه په استفادی سره زیات اغیزمن کړو چې خپل خلک له بیوزلۍ څخه دنیکمرغۍ په لور اوله بدامنۍ څخه دثبات په لور رهبری کړو. جمهوررییس دخپلو خبرو په دوام وویل موږ ټول موافق یو چې دافغانانو له خوا درهبری اودثبات _ اودقتصادی پرمختیاد تامینولو دمالکیت اخیستل زموږ دهیواد ددوام اوپایښت لپاره یو کیلى ده . په نړی کې له سختو اقتصادی شرایطو سره سره نړیوالې ټولنې دراتلوونکو دوو کلونو لپاره له افغانستان سره دکافی مالی منابعو ژمنه کړې ده . موږ دجمهور رییس اوباما اودنړۍ دنورو هیوادونو په ژمنو چې ویلی یې دی داقتصادی او امنیتی همکاریو په ساحو کې ددولتونو ترمنځ دایمی مرسته اوږدمهاله ده ، باور لرو. جمهوررییس دغه راز څرگنده کړه چې دیادونې وړ یو لړبریالیتوبونوسره سره موږ له تیرو تجربو څخه زده کړی دی چې دسلگونو غیر همغږو پروژو له لارې دمنابعولګښت په لازمه توگه په زړه پورې نتیجی ولری چې خلک یې احساس کړی اویا دحکومت والۍ په ښه والې کې مرسته وکړی . اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې خپلې هلې ځلې دخلکو په ژوندانه کې دبدلون ، دخلکو اودولت ترمنځ دباور دزیاتوالې او ددولت او دهغه دنړیوالو همکارانو ترمنځ دځواب ورکولو لپاره ددوه اړخیزو میکانیزمونو د جوړولو لپاره دمحدودو ملی پروژو په باب متمرکزی کړو. جمهوررییس په دې بیان سره چې موږ دعامه خدمتونو دیوې ادارې دجوړولو لپاره چې وړتیا ، اغیزمنتوب ، صداقت او لازم امتیازونه ولری ژمن یو . ده زیاته کړه هغه نظر چې موږ یې ددغه شان ملکی ادارې لپاره لروهماغه پیاوړې دولتی دستگاه ده چې وکولاى شی ټونیز ارزښتونه تامین کړی اوپه وضع شویو اصولو او مقرراتو پابند وی . دافغانستان جمهوررییس ددولتی اوخصوصی سکتورونوترمنځ په همکاری باندې په ټینگارسره وویل موږ عقیده لرو چې خصوصی رقابتی سکتور وکولاى شی خلکو ته دکارزمینه برابره کړی . زموږ متشبثینو ثابته کړې ده چې کولاى شی دسیمه ییزاو نړیوال اقتصاد په پیاوړی کولو کې ونډه واخلی . دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهوررییس دغه رازوویل ده دافغانستان دملی اردو ټول بریالیتوبونه ستایم او ژمنه کوم چی افغان امنیتی ځواکونه تر 2014 کال پوری په خپل هیواد کې دعامه نظم دتامینولو ، دقانون دتطبیق اودټولو پوځی عملیاتو دترسره کولو مسوولیت په غاړه واخلی . خو دملی پولیسو او دملی امنیت دریاست ځواکونه دواړه اساسی ښه والې ته اړتیا لری . جمهوررییس دغه راز زیاته کړه : زموږ هدف په ملی باور وړ مرکزونو ددرې واړو امنیتی ارگانونو بدلول دی چې دهیواد دامنیت اودځمکنی بشپړتیا په تامینولو کې خپلې دندې ترسره کړی. جمهوررییس دغه راز وویل موږهلې ځلې کوو چې په خپلو امنیتی ارگانونو کې دحساب ورکولو فرهنگ رامنځته کړو . باید اعتراف وکړو چې په تیرو وختونو کې په دولتی پستونو کې دافرادو له خوا له قدرت څخه ناوړه استفاده دخلکو اودولت ترمنځ دواټن دپیداکیدو سبب شوې ده . له ځواک څخه داستفادی مشروعیت په تیره بیا په جنګی حالاتو کې ځانګړې ارزښت لری . دخلکو په عامه نظر حکومت مکلف دی چې له ځواک څخه داستفادی دمشروعیت لپاره دخلکو باور له ځان سره ولری . دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهوررییس دغه راز له دی امله دخوښی په څرگندولوسره چې په مجموع کې نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توگه دامریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې ده چې خپلې په سلو کې پنځوس مرستې په راتلوونکو دوو کلونو کې دافغانستان ددولت دبودجې له لارې لگوی وویل : دې ته اړتیا ده چې موږ دمالی مدیریت دیو سیستم په باب یو موافقی ته ورسیږو چې په دې ترتیب دافغانستان ددولت دبودجې له لارې دمنابعو اومرستو دزیات لگښت لپاره لازم شرایط مشخص شی جمهوررییس په پاى کې هغو ننګونو ته په اشارې سره چې دملګروملتو پرمختیایی هدفونو ته درسیدو دلارې خنډدی ، نړیوالې ټولنې ته بلنه ورکړه چې دافغانستان له خلکو سره یوځاى شی اودافغانستان په ټولنه کې دزیان منونکو اوبې برخې قشرونو دفعال گډون لپاره ګټورې لارې چارې ولټوی . ددغه کنفرانس دکار په دوام دملگروملتو دسازمان سرمنشی بانکی مون خبرې وکړې اودافغانستان دحکومت له پروگرامونوسره دملګرو ملتودسازمان دبشپړملاتړ داعلامولو په ترڅ کې یې په افغانستان کې دامنیت اوثبات دتامینولو دلارې پرسر دپرتوخنډونو دله منځه وړلو لپاره دنړیوالې ټولنې په همکاری باندې ټینگار وکړ. دملګروملتو دسازمان سرمنشی ، دکابل نړیوال کنفرانس چې دلومړۍ ځل لپاره په افغانستان کې جوړشو دافغانانو دمسوولیت دمنلونښه نښانه وبلله اوپه بیلابیلو برخو کې یې دنړیوالې ټولنې په همکاری باندې دټینگارپه ترڅ کې وویل : ددې وخت رارسیدلی دی چې افغانان په خپله خپل برخلیک وټاکی. دملګرو ملتو دسازمان سرمنشی دغه راز وویل : زه دافغانستان خلکو ته چې دغه نړیوال کنفرانس ته یې سترګې نیولی دی وایم چې موږ_ نړیواله ټولنه ځان په هغو هیلو کې چې دسولۍ ، ثبات او ترقی لپاره یې لری ، شریک بولو او په دې لاره کې هڅه او هاندکوو . بانکی مون دغه راز وویل چې نړیواله ټولنه دافغانستان دخلکو په ستونزو اوکړاونو خبره ده اود افغانستان له خلکو او حکومت سره یو ځاى هلې ځلې کوی چې په افغانستان کې سوله اوثبات تامین شی اوپه دغه هیواد کې دترقی لپاره بنسټونه جوړ شی . دملگروملتو دسازمان سرمنشی دامنیت دتامینولو ، روغې جوړې ،. ښې حکومت والۍ او له فسادسره دمبارزې په لاره کې دافغانستان دحکومت دپروګرامونو په هرکلۍ سره ، له افغانانو څخه وغوښتل چې دخپلې سولې ، ثبات او ملی گټو په خاطر یو موټی شی . دغه راز دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن په دې نړیوال کنفرانس کې خبرې وکړی اودافغانستان اوپاکستان ترمنځ دترانزیت دموافقه لیک دلاسلیک دهرکلۍ په ترڅ کې یې هغه په تیرو پنځو کلونو کې ددواړو هیوادونو ډیر ستر بریالیتوب وباله . دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې دغه راز وویل چې نړیوالو ټولنه اودامریکا متحده ایالات دافغانانو ترڅنګ ولاړ دی اوپه افغانستان کې ددموکراتیکو ارزښتونو ننګه اوملاتړ کوی . دی د2011 کال دجولاى له میاشتې څخه افغان ځواکونو ته دمسوولیت دلیږدونې اودامریکایی ځواکونو دوتلو دپیل طرحی ته په اشاری سره وویل چې دامریکا متحده ایالات دخپلو ځواکونو له ایستلو وروسته هم په اوږدمهال کې له امنیتی ځواکونو اوداقتصادی ودی سره مرستې ته دوام ورکوی . میرمن هیلرې کلنټن دغه راز وویل چې امریکا په راتلوونکی کې دښځو دژوندانه دښه والې دپروگرامونو اودهغوى د حقوقو ملاتړکوی . اوپه دې لاره کې به ددغه هیوادمرستی دوام ومومی . دناټو دسازمان سرمنشی اندرس فوګ راسموسن دخبرو په ترڅ کې څرگنده کړه چې ناټوبه هیڅکله اجازه ورنه کړی چې طالبان دافغانستان مشروع او دموکراتیک حکومت له خطرسره مخامخ کړی او القاعده بیا په افغانستان کې خپل خوندی پټنځایونه جوړ کاندی . دناټو دسازمان سرمنشی دغه راز وویل : چې افغانانو ته دامنیت دمسوولیت دلیږدونې بهیر له حالاتوسره سم ترسره کیږی نه دیو زمانی جدول له مخې .دغه راز دفرانسې ، چین ، جاپان ، ترکیې ،. ایران ، روسیې ، کاناډا، المان ، دچک جمهوریت، سویدن ، پاکستان ، مصر، ایټالیا، قزاقستان ، هند، نوی زیلاند، متحده عربی اماراتو دهیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو اودبهرنیو چارو ونورو برخه والو وزیرانو، داروپا د کمیسیون دبهرنی اوامنیتی سیاست مسوول ، داغا خان دپرمختیایی شبکې استازی اودځینو نورو نړیوالو مرکزونو استازو دافغانستان دثبات اوبیا جوړولو سره دمرستی لپاره دخپلې اوږدمهالې ژمنې دڅرگندولو په ترڅ کی دروغې جوړې ،بیاادغام ، دسولې دملی مشورتی جرګې دپریکړو په گډون ، دافغانستان دحکومت دپروګرامونو، دافغانستان دبودجې له لارې په سلو کې دپنځوسومرستو له لګښت اوافغان ځواکونو ته دامنیت دتامینولو دزیات مسوولیت دلیږدونې ملاتړ وکړ. دکابل نړیوال کنفرانس نن له غرمې وروسته دافغانستان داسلامی جمهوریت د جمهور رییس حامدکرزی په پاى ته رسیدونکی ویناسره پاى ته ورسید. ددې غونډې په پاى کې دکابل دنړیوال کنفرانس پریکړه لیک هم تصویب شو چې په جلا ډول خپریږی