بېرته
امریکا: د اسامه بن لادن په اړه یوه پاکستانی ډاکتر معلومات راکړی وو
د خپرېدو نېټه: 1390/11/08 0:0د خبر شمېره: 8517سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د دفاع وزیر لیون پنیټا دغه څرګندونې تېره شپه د سی بی اېس په نوم له یوه امریکایی تلویزیون سره د مرکې پر مهال کړې دی.
امریکایی ځواکونو د روان لمریز کال د غویی په میاشت کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ایبټ اباد ښار کې عملیات ترسره کړل او د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو ادعا یې وکړه.
وروسته امریکایی ځواکونو وویل، چې د هغه مړى یې په سمندر کې غورځولى دى.
لیون پنیټا په یاده مرکه کې وویل، چې د ډاکتر شکیل احمد اپریدی په نوم پاکستانی ډاکتر له دوى سره د معلوماتو په شریکولو کې ډېره مرسته کړې ده.
ډاکتر شکیل اوس د پاکستانی ځواکونو له خوا نیول شوى او د هغه د بغاوت دوسیه په محکمه کې روانه ده.
د امریکا دفاع وزیر د پاکستانی ځواکونو له خوا، له ډاکتر شکیل سره په ناروا سلوک اندېښنه څرګنده کړه.
پنیټا زیاته کړه: ((ډاکتر شکیل له موږ سره په شخصی توګه مرسته کړې او د هغه مرسته هېڅکله د پاکستان پر زیان نه وه او نه یې هم بغاوت کړى دى.))
د هغه په وینا، د پاکستان او امریکې موخه یوه ده او هغه هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او ډاکتر شکیل د همدې موخې د بریالیتوب لپاره مرسته کړې وه.
په یاده مرکه کې له هغه څخه بار بار دا پوښتنه وشوه، چې په ایبټ اباد کې د اسامه د شتون په اړه پاکستانیو چارواکو خبر درلود؟ هغه ځواب ورکړ: ((له ما سره داسې ښکاره شواهد نشته، په دې اړه په موثق ډول څه نه شم ویلى، خو زما نظر دا دى، چې په پاکستان کې داسې څوک حتماً وو، چې هغه د اسامه له شتون څخه خبر و.))
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا ومنله، چې پاکستانی ډاکتر شکیل په ایبټ اباد کې د واکسین یو جعلی کمپاین پیل کړى و، تر څو د اسامه او د هغه د کورنۍ ډی اېن اې معلومه کړی.
هغه زیاته کړه: ((ډاکتر شکیل په اصل کې د امریکا لپاره کار کاوه.))
ډاکتر شکیل احمد د پاکستان د قبایلی خیبر ایجنسۍ اوسېدونکى دى او اوسمهال د بند شپې او ورځې تېروی.