د سولې له بهیر څخه د ملاتړ او د عدالت د تامین په موخه، په مشرانو جرګه کې د ((اصلاح او عدالت)) په نوم 40 کسیز پارلمانی ګروپ جوړ شو. د دغه پارلمانی ګروپ منشی او په مشرانو جرګه کې د کونړ استازی رفیع الله حیدری پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د دغه ګروپ د جوړولو اساسی موخه دا ده، څو په هېواد کې د سولې له روان بهیر څخه کلک ملاتړ وکړی. له وسلوالو مخالفینو سره د سولې پروسه د افغانستان د دولت له خوا مخکې پیل شوې وه، د امریکا د متحده ایالتونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ هم د سولې خبرې شوې او په پام کې ده، چې طالبانو ته په قطر کې دفتر هم پرانیستل شی. حیدری وایی ، چې یاد شوى پارلمانی ګروپ به د خپلو واکونو په چوکاټ کې هڅه وکړی، چې په ټول هېواد کې عدالت تامین او د ملی شورا د دواړو خونو ترمنځ همغږی رامنځته کړی. دغه راز هغه زیاته کړه، چې د غه پارلمانی ګروپ به د هېواد د ملی مسایلو په برخه کې د دولت له درې ګونو قواوو سره پوره همکاری وکړی. په 102 کسیزه مشرانو جرګه کې د پکتیا استازى مولوی ارسلان رحمانی د دغه ګروپ د مشر، د بلخ استازى مولوی محمود دانشجو د مرستیال، د کنړ استازى رفیع الله حیدری د منشی او د کندهار استازى بسم الله افغانمل د دغه ګروپ د ویاند په توګه وټاکل شول. دغه لومړى ځل دى، چې په مشرانو جرګه کې پارلمانی ګروپ جوړیږی. خو په ولسی جرګه کې د (صداى عدالت، سبا او سولې کاروان) په نومونو درې پارلمانی ګروپونه جوړ شوی دی.