د بریتانیې لومړی وزیر په ډاګه کړه، چې له ټاکل شوې مهالوېش مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو اراده نه لری. د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کمیرون دغه څرګندونې تېره شپه په لندن کې له ولسمشر حامدکرزی سره د اوږودمهاله ستراتیژیکو همکاریو پر سند له لاسلیک وروسته ګډې خبری غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه زیاته کړه، چې دوى غواړی له ټاکلی مهالوېش سره سم تر 2014 زېږدیز کاله پورې خپل سرتېری په افغانستان کې پرېږدی، خو له هغه وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکوی. بریتانیا په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا 9500 سرتېری لری، چې په هلمند ولایت کې مېشت دی او تر اوسه یې 397 سرتېری وژل شوی دی. د ناټو له خوا له اعلان شوی مهالوېش سره سم د 2014 زېږدیز کال په پا ى کې به له افغانستان څخه ټول هغه سرتېری ووځی، چې په عملیاتو کې برخه اخلی، خو ځینی هغه سرتېری به پاتې شی، چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوی. د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کمیرون وویل، چې دوى له افغانستان سره پیاوړې او قوی اړیکې غواړی؛ ځکه چې یو با ثباته او ځواکمن افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دى. نوموړی زیاته کړه، چې له د 2014 زېږدیز کال څخه مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو هېڅ اراده نه لری او له دغه کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړی. کمیرون دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې دوه ورځې مخکې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزی وویل، چې دوى له ټاکلی مهالوېش څخه یو کال مخکې (2013) خپل ټول سرتېری له افغانستان څخه باسی. فرانسې دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې څو ورځې مخکې د ملی اردو یوه سرتېری په کاپیسا ولایت کې څلور فرانسوی سرتېری و وژل او 17 نور یې ټپیان کړل. فرانسه په افغانستان کې څلور زره سرتېری لرل، چې څلور سوه یې تېر کال و ایستل او ټاکل شوې، چې زر سرتېری په روان کال کې وباسی او پاتې نور یې د 2013 کال تر وروستیو په افغانستان کې پاتې وی. فرانسې خپل 82 سرتېری په افغانستان کې له لاسه ورکړی دی.