بېرته
د غزنی خلک: قراردادیانو تر اوسه د هېڅ یوې لارې واوره هم نه ده پاکه کړې
د خپرېدو نېټه: 1390/11/10 0:0د خبر شمېره: 8545سرچینه: ایرکا خبری آژانس
د غزنی یو شمېر چارواکی او خلک وایی، سره له دې چې د لارو پاکولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې او د پاکولو قرارداد یې هم شوى، خو تر دغه مهاله د هېڅ یوې لارې واوره هم نه ده پاکه شوې.
د قره باغ د سیمه ییزې شورا غړى حاجی وکیل احمد مشال پژواک اژانس ته وویل، که څه هم د قره باغ او د غزنی ښار د لارې د پاکولو قراداد شوى، خو لاره شرکت نه، بلکې د سیمې خلکو خلاصه کړه.
د هغه په وینا، تر اوسه اړوند شرکت یوه لاره هم نه ده پاکه کړې، له قره باغ څخه تېرېدونکې د کابل-کندهار لویه لاره هم اکمالاتی کاروانونو خلاصه کړه.
نوموړی زیاته کړه: ((د یوې ولسوالۍ لاره هم له واورو نه ده پاکه شوې، بلکې د هرې سیمې د موټرو تګ راتګ په خپل مخ لاره وڅېرله او خلاصه یې کړه.))
د ولایتی شورا مرستیال امان الله کامرانی هم ورته نظر لری او وایی، چې تېر څو کلونه هم همداسې وو او د دې چارې لپاره په ځانګړو شوو پیسو تر اوسه لاره نه ده خلاصه شوې.
ده پژواک اژانس ته وویل، چې د لارو پاکولو قرارداد څو لاسه شوى او وروستی قراردادی ته هر کیلومتر پر درى زره افغانۍ تمامېږی، چې دا ډېرې لږې پیسې دی او څوک د لارو پاکولو ته زړه نه ښه کوی او پیسې د هغوى جیبونو ته ځی.
نوموړى وایی، چې هر وخت د سپرلیو او شخصی موټر دغه لارې خلاصوی او چلوونکی اړ دی، څو دغه کار په خپله وکړی.
سږ کال په غزنی کې د 823 کیلومتره لارو د پاکولو لپاره اوه میلیونه افغانۍ بېلې شوې، چې د هرې سیمې جغرافیې ته په پام سره د لارو د پاکولو قرارداد لاسلیک شوى دى.
د غزنی د فواید عامې رییس انجنیر محمدقربان دا نه منی، چې کومه لاره دې بنده وی او زیاتوی، چې د دوى د قراردادونو له مخې هر شرکت خپل کار کړى دى.
دى وایی، چې د قرارداد له مخې یې یو کیلومتر لاره په 5000، 5500 او تر 6000 افغانیو پورې د پاکولو لپاره بېلابېلو شرکتونو ته ورکړې ده.
قومی مشر او د ناوې پخوانى ولسوال محب الله خپلواک پژواک اژانس ته وویل، چې د ناوې ولسوالۍ 36 کیلومتره لاره د ولایتی شورا یو وکیل قرارداد کړى او په وینا یې، چې د واورې له اورېدو یوه اونۍ تېرېږی، خو لا اوس هم بنده ده.
خو د ناوې اوسېدونکى او د ولایتی شورا وکیل جمعه خان تره کى وایی، چې د لارې پاکولو قرارداد یې د سیمې خلکو ته ورکړى او هغه دا نه منی، چې لاره دې بنده وی.
خلک هم وایی، چې تر دغه مهاله یې په هېڅ سیمه کې د لارو پاکولو کار نه دى لیدلى.
پیرمحمد، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کابل-کندهار پر لاره موټر چلوی، پژواک اژانس ته وویل، چې په دې موده کې یې د لارو پاکولو کار نه دى لیدلى.
ده زیاته کړه: ((هر وخت موټروانان خپله لاره خلاصوی، تاسې یې وګورئ! په کومه ورځ چې نوې واوره ورېږی زیات موټر چپه کېږی او یا له سړکه ښویېږی، که لاره پاکه وی دغه مشکل به نه وی.))
د یادونې ده، چې د تېر کال په ژمی کې د شپږو ولسوالیو، ناور، مالستان، اجرستان، ناوې، ګیرو او زنخان لارې شاوخوا یوه میاشت د واورو له امله بندې وې.