بېرته
تر 2014 وروسته د ناټو د همکارۍ څرنګوالى د شیکاګو په ناسته کې څرګندېږی
د خپرېدو نېټه: 1390/11/16 0:0د خبر شمېره: 8634سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د ناټو ملکی استازى وایی، د دې هېواد په اړه د ناټو پالیسۍ بدلون نه دى موندلى؛ خو تر 2014 کال وروسته له افغانستان سره د دغه تړون د همکارۍ څرنګوالى به د شیکاګو په ناسته کې په ډاګه شی.
په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی سیمون ګاس، چې په بروکسل کې د ناټو او ایساف هېوادونو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنی ناستې تازه کابل ته راغلى، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ناټو ځواکونه به په افغانستان کې تر 2014 کال پورې خپل جګړه ییز رول ته دوام ورکړی او د دې هېواد له امنیتی ځواکونو سره به اوږه په اوږه په جګړو کې برخه واخلی.
نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لیون پنیټا په یاده شوې غونډه کې د ګډون له پاره بروکسل ته په لاره کې خبریالانو ته ویلی و، چې د امریکا او په افغانستان کې د ناټو تړون د نورو غړو هېوادونو د سرتېرو پوځی ماموریت به د 2013 کال په نیمایی کې پاى ته ورسېږی؛ خو وروسته امریکایی چارواکو دا احتمال رد کړ.
ګاس په 2013 کال کې د ایساف ځواکونو د جګړه ییز ماموریت د پاى رسېدو ګونګوسو ته په اشارې سره زیاته کړه: ((دا په دې معنا ده چې د لېږد پروسې تر پاى پورې ټول شیان په سمه توګه پرمخ ځی، تر 2014 کال پورې ناټو خپل جګړه ییز ماموریت ته، په هرځاى کې چې اړتیا وی، دوام ورکوی.))
د ده په وینا، په 2010 کال کې د ناټو تړون د لېزبُن په سرمشریزه کې ناټو او د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه، چې افغان ځواکونو ته د امنیتی چارو لېږد به تر 2014 کال پورې په ټول افغانستان کې په تدریجی ډول دوام وکړی.
د ده د معلوماتو له مخې، د لېزبن د پرېکړې له مخې به ناټو د عملیاتو مشری په تدریجې ډول افغان ځواکونو ته وسپاری او د دې ځواکونو روزلو، تجهیز او هغوى ته د مشورې ورکولو رول پیاوړى کړی.
ده وویل چې د 2013 کال په نیمایی کې به له نړیوالو، افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پنځم او وروستى پړاو پیل شی، چې د بل کال تر پایه به په ټول افغانستان کې د عملیاتو مشری او د امنیت ساتلو چارې په ټولیز ډول د افغان ځواکونو پرغاړه وی.
ده وویل چې ناټو ځواکونه تر 2014 کال پورې په عملیاتو کې د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړی رول ته، له دې امله دوام ورکوی چې ښایی د دې مودې په لړ کې درنې جګړې رامنځ ته شی او د ناټو ځواکونو ګډون ته اړتیا وی.
د ناټو د ملکی استازی د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونه دا مهال په ټول افغانستان کې د شاوخوا 36 سلنه عملیاتو مشری کوی، چې د لېږد پروسې په لړ کې به دا سلنه لوړه شی.
نوموړى وایی، ناټو همدا اوس د افغانستان په شمال کې د محاربوی عملیاتو د مشرۍ پرځاى د افغان ځواکونو پر روزنې، تجهیز او هغوى ته په مشورې ورکولو بوخت دى، چې دا لړۍ به د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېږی.
ده وویل، افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو لېږد وښوده، چې د دې ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې او باوری دى، چې د 2014 کال تر پایه به په بریالیتوب سره د امنیتی مسوولیتونو منلو ته چمتو وی.
هغه وویل چې د افغان ځواکونو د شمېر پر سر له افغان دولت سره په ګډه خبرې روانې دی؛ خو دا شمېره باید له نړیوالو مرستو سره متناسبې وی.
هغه وویل چې نړیواله ټولنه همداراز افغان ځواکونو ته د درنو وسلو په برابرولو او بیا د افغان هوایی ځواک د په پښو درولو پر سر کار کوی.
ګاس زیاته کړه، تردې مهاله څرګنده نه ده چې ناټو به تر 2014 کال وروسته له افغانستان سره څه ډول همکاری ولری، ځکه د ده په وینا، افغان ځواکونه به له یاد کال وروسته هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړ وی.
د هغه په وینا، د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه به تر 2014 کال وروسته له افغانستان سره د ناټو تړون د همکاریو څرنګوالى وټاکی.
خو ده وویل، چې نړیوالو په بن کنفرانس کې له افغانستان سره د مالی مرستې ژمنه وکړه او ناټو هم په امنیتی برخه کې له افغانستان سره د اوږدې مودې مرستې ته ژمنه ده.
د یادولو ده چې د لېزبُن د غونډې د پرېکړې پربنسټ د روان کال په چنګاښ میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد چارې پیل شوې.
د دې پروسې لومړى پړاو د بامیانو له ولایت پیل شو او وروسته په پنجشېر، له سروبی ولسوالۍ پرته د کابل په ولایت او د لښکرګاه، هرات او مزارشریف په ښارونو کې پاى ته ورسېد.
د دغې پروسې دوهم پړاو د روان کال د لیندۍ په لسمه، له پروان ولایت څخه پیل شو.
په دې پړاو کې بلخ، ډایکندی، تخار، سمنګان، کابل، نیمروز، پروان ولایتونه او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فیض اباد، غزنی، میدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل دی.
د بدخشان، هلمند، هرات، ننګرهار، لغمان، سرپل او میدان وردګو یو شمېر ولسوالۍ هم د لېږد په دوهم پړاو کې شاملې دی.