بېرته
اروزګان کې دټاکنو لپاره امنیت نیول شوى
د خپرېدو نېټه: 1389/04/30 0:0د خبر شمېره: 864سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د اروزگان امنیتی چارواکی وایې، چې د راروانو پارلمانی ټاکنولپاره یې د نوماندانو د تبلیغاتی کمپاین په موخه ټول امنیتی تدابیرپه پام کې نیولی.
دا په داسې حال کې ده چې د پارلمانی ټاکنو یوشمېرنوماندان د خپلوتبلیغاتی منډو ترړو په وړاندې امنیت ترټولو ستره ننګونه بولی.
د امنیې قوماندانۍ سرپرست سمونوال ګلاب خان د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ته وویل ،چې د ملی اردو،ملی پولیسو،ملی امنیت اونړیوالوځواکونوله لوری ګډامنیتی پلان جوړشوى دى.
دى وایی، چې د دغه پلان له مخې به ټول نوماندان وکولاى شی، چې په هرځاى کې د ځان لپاره په ډاډه تبلیغات وکړی.
بل خوا په دغه ولایت کې ګڼ شمېررایه ورکوونکی د رایه ورکولو د کارتونود ترلاسه کولوغوښتنه کوی .
د احمدجان په نوم د مرکز یو تن اوسېدونکی ته وویل، چې د ټاکنوخپلواک کمیسیون دی دغې ستونزې ته په لری پرتوسیموکې هم د حل لارې چارې ولټوی.
دى وایی، چې ګڼ شمېررایه ورکوونکو د رایې ورکولود پیژندنې کارتونه نه دی ترلاسه کړی.
د احمد جان په وینا دغه کسان زیاتره د هغوسیمواوسېدونکی دی، چې سیمی ترڅه موده وړاندې پورې د دولت د وسله والومخالفینو ترولکې لاندې وې.
ګېزاب ولسوالی چې یوه میاشت وړاندې تردولتی حاکمیت لاندې راغله اوسېدونکى یې دغه غوښتنه لری.
خو د ټاکنوخپلواک کمیسیون چارواکی وایې، چې د راروانوپارلمانی ټاکنولپاره یې د رایې ورکوونکو د دریم ځلی کارتونو د ویش لړۍ هم پیل کړې ده.
خو ګڼ شمېر خلک وایی، چې دغه کارتونه یوازې د ټاکنود خپلواک کمیسیون په ولایتی دفترونوکې توضیح کېږی.
هغه کسان چې دنا امنیوله کبله یې کارتونه نه دی ترلاسه کړی، اوس غوښتنه لری، چې دغه لړۍ دی له ولایتی دفترونوڅخه تر کلیواوبانډوپورې وغځول شی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ټاکنو د سیمه ییز کمېسیون نظر هم راواخلو خو له پرله پسې اړیکو سره ونه توانېدو.
د یادولو وړ ده چی له اروزګان ولایت څخه سږکال 19 تنه د پارلمانی ټاکنوسیالى ته ولاړدی چې 4 یې ښځینه نوماندانې دی .
ټاکل شوې چې د ولسی جرګې ټاکنې د روان کال د وږی په 27مه نیټه ترسره شی.
د نوماندانو کمپاین چی د چنګاښ په دویمه نېټه پیل شوی ټاکل شوی چې د ټاکنی له ورځې څخه دوه ورځ وړاندې پاى ته ورسیږی.