بېرته
اوباما: امریکا تر ټاکلې نېټې د امنیتی چارو لېږد ته ژمنه ده
د خپرېدو نېټه: 1390/11/21 0:0د خبر شمېره: 8700سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما یوځل بیا ټینګار وکړ، چې هېواد یې تر 2014 کال پورې افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو لېږدولو ته ژمن دى.
اوباما د ایټالیا له لومړی وزیر ماریو مونتې سره تېره ورځ په یوه خبری ناسته کې زیاته کړه: (( موږ یوځل بیا پر خپلې ژمنې ټینګار کوو ، چې د لزبُن د پرېکړې له مخې، تر 2014 کال پورې به دټولو امنیتی چارو مشری له بهرنیانو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شی.))
دواړو مشرانو په افغانستان کې پر روانو حالاتو، افغان ځواکونو ته د امنیتی چارو د لېږد پر لور پر شویو پرمختګونو او په راتلونکې مۍ میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو پر جوړېدونکې سرمشریزې غونډې خبرې وکړې.
اوباما زیاته کړه: (( ما په ټینګار سره وویل چې موږ په افغانستان کې د ایټالیایی ځواکونو قربانۍ او د فوق العاده کار ستاینه کوو.))