بېرته
طالبانو د ملا عبیدالله مړینه تایید کړه
د خپرېدو نېټه: 1390/11/24 0:0د خبر شمېره: 8754سرچینه: ایرکا خبری آژانس

وسلوالو طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د دفاع د وزیر ملا عبیدالله اخوند، په یوه پاکستانی زندان کې د مړینې د خبر پخلى وکړ.
څو ورځې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړى و، چې ملا عبیدالله اخوند د پاکستان په یوه زندان کې مړ شوى، خو طالبانو په رسمی توګه دا خبر نه و تایید کړى.
د وسلوالو طالبانو په ویبپاڼه کې نن(د سلواغې 24مه) د ملا عبیدالله اخوند مړینه د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلی: ((په ډېره خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې د طالبانو د ملی دفاع وزیر او د طالبانو د تحریک اوسنى مرستیال په یوه پاکستانۍ بندیخانه کې په حق رسېدلی دى.))
سرچینې زیاته کړې، چې ملا عبیدالله اخوند د 2007 زېږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې پاکستان ته د سفر پر مهال په بلوچستان ایالت کې د پاکستانی حکومت له خوا ونیول شو، خو تر ډېره وخته یې په اړه معلومات په لاس کې نه و.
طالبانو ویلی، په دې وروستیو کې د نوموړی کورنۍ خبره شوه، چې هغه د 2010 زېږدیز کال د مارچ د میاشتې په پنځمه نېټه د کراچۍ ښار په یوه زندان کې د زړه د ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى.
په خبرپاڼه کې راغلی: ((کورنۍ یې د هغه د مړینې په اړه کره شواهد ترلاسه کړی، خو دا لا نه ده معلومه، چې مولوی عبیدالله د ناروغۍ له امله مړ شوى او که د بند پر مهال د شکنجو او ظلمونو له امله.))
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د نوموړی پر مړینه خواشینی څرګنده کړې، د هغه کورنۍ، طالبانو او ټول اسلامی امت ته یې د غمرازۍ مراتب وړاندې کړی دی.
طالبانو له پاکستانی چارواکو په جدی توګه غوښتنه کړې، چې د مولوی عبیدالله اخوند د د زندانی کېدو، ناروغۍ او مړینې په اړه پلټنې او دوى ته بشپړ معلومات ورکړی.
دغه راز په یاده خبرپاڼه کې طالبانو د سره صلیب پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه کړې، چې تر اوسه پورې یې په پاکستان کې د دوى د بندیانو په اړه هېڅ معلومات نه دی ورسره شریک کړی.
د طالبانو په وېبپاڼه کې د هغه د ژوند په اړه لیکل شوی، چې ملا عبیدالله اخند د ملا یارمحمد اخند زوی او په 1388 هجری قمری کال کې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د نلغام سیمې د الکوزو په کلی کې زېږېدلى و.
سرچینې زیاته کړې، هغه پر افغانستان د شوروی اتحاد د یرغل پر مهال د ملا صادق اخوند تر قوماندانۍ لاندې جهاد پیل کړ او وروسته بیا د جبهې د قوماندان په توګه وټاکل شو.
سرچینه زیاتوی، چې ملا عبیدالله اخوند د طالبانو د تحریک په پیل کې فعاله ونډه لرله او په نورو مسوولتونو سربېره یې د کندهار د قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله او د کابل تر نیولو پورې پر همدې دندې پاتې و.
مولوی عبیدالله اخوند وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو، نوموړی هماغه مهال په بېلابېلو محاذونو کې وسلوال فعالیت کاوه او بیا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرستیال په توګه ټاکل شوى و.