بېرته
ناټو د افغان ملکیانو د وژلې مسئولیت ومانه
د خپرېدو نېټه: 1390/11/24 0:0د خبر شمېره: 8757سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د رویټرز له راپور سره سم د ناټو ویندوی جاکوبسن ومنله چې ځواکونو ېې په نجراب کې ملکی خلک وژل ډی .
نوموړی وویل پر دې کسانو برید د ناټو د قوانینو پر بنسټ شوئ خو ملکی خلک په تیروتنې وژل شوی دی .له دې سره په یوه وخت د افغان ولس مشر لیږل شوی پلاوی وویل ناټو ځواکونو په کنړ کې ملکی خلک وژل دی .
کنړ ته د استول شوی پلاوی مشر شاهد الله شاهد وویل چې په کنړ ولایت کې په یوه کور د ناټو ځواکونو په برید کې د دې کور آته تنه غړی وژل شوی دی ږ
په سلګونه ځله ثابته شوې چې ناټو او امریکایی وحشی ځواکونو په لوی لاس ملکی افغانان حتې کله کله د خپلې ساتیرۍ لپاره وژلی دی او د هغوی کورونه ېې ورته وران کړی دی خو د بشر حقوقو تش په نوم مدیعیان تل هڅه کوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په جنایتونو پرده واچوی . ځکه دوی ته افغانان او په ټول کې مسلمانان حتې بشر هم نه ښکاری .