د ولسمشر ویاند وایی، چې حامد کرزى له پاکستانی چارواکو سره د سولې په برخه کې په یو لړ مسایلو موافقې ته رسېدلى، خو دولت به هېڅکله داسې کوم کار ونه کړی، چې تېرو لس کلنو لاسته راوړنو ته زیان ورسېږی. ولسمشر حامد کرزى له یوه لوړ پوړی پلاوی سره تېره اونۍ د پاکستان، افغانستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللى و او پرون بېرته هېواد ته راستون شو. د دغه سفر پر مهال په یاده غونډه کې د ګډون ترڅنګ ولسمشر د پاکستان له لومړی وزیر یوسف رضا ګېلانی او ولسمشر زرداری سره هم ځانګړې لیدنې وکړې. د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له اسلام اباد څخه د بېرته ستنېدو پر مهال په الوتکه کې له پژواک خبری اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال دغه سفر بریالى او ډېر ګټور وباله. هغه زیاته کړه، چې د دغه سفر پر مهال افغان دولت له پاکستان سره د سولې په برخه کې پر یو لړ مسایلو موافقې ته رسېدلى دى. فیضی که څه هم په دې اړه نور جزئیات په ډاګه نه کړل، خو زیاته یې کړه، چې ولسمشر د دغې موافقې په اړه اوس د یوه عملی میکانیزم غوښتونکى دى. نوموړى وایی، چې د افغانستان دولت به هېڅکله هم دا له وسلوالو مخالفینو سره ونه منی، چې اساسی قانون نقض او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شی او یا تېرو لس کلنو لاسته راوړنو ته زیان ورسېږی. ده د یو شمېر بهرنیو رسنیو هغه راپورونه، چې ګواکې په اسلام اباد کې د یوې لیدنې پر مهال د ولسمشر کرزی او پاکستانی چارواکو ترمنځ خبرې یو څه توندې شوې وې، رد کړې او زیاته یې کړه، چې دا هېڅ واقعیت نه لری. د هغه په وینا، په ټولو لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو چارواکو ګډون درلود او بشړې د صمیمت په فضا کې ترسره شوې. فیضی زیاته کړه: ((پاکستان ته د ولسمشر دغه سفر ډېر زیات مثبت او تر ټولو مهم و.)) ده له پاکستان څخه د ولسمشر او ورسره پلاوی د غوښتنو په اړه وویل، چې د افغانی لوری غوښتنې ښکاره او څرګندې وې. هغه وویل، ولسمشر کرزی د پاکستان له حکومت، سیاسی ډلو او علماوو څخه وغوښتل، چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ او د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو ته د امنیتی ګواښونو او د مذهبی افراطیت په مخنیوی کې مبارزه وکړی. فیضی وویل، د ولسمشر کرزی لیدنې د پاکستان د سیاسی او اسلامی ډلو له مشرانو هر یوه نوازشریف، قاضی حسین احمد، مولانا عبدالغفور حیدری، محمودخان اڅکزی، چوهدری شجاعت حسین، افتاب احمدخان شېرپاو، مولانا سمیع الحق، شجاعت حسین، افراسیاب خټک او له یو شمېر نورو پاکستانی مهمو او مشهورو څېرو سره د دواړو هېوادونو د ثبات، نږدې همکاریو او په هره کړنه کې د صادقانه عمل په اړه وې. د نوموړی په وینا، نوازشریف له ولسمشر کرزی سره په لیدنه کې د نورو خبرو ترڅنګ په ښکاره وویل، تر هغه چې په افغانستان کې امنیت نه وی راغلى، په پاکستان کې د امنیت راتلل مشکله خبره ده. ده زیاته کړه، چې ولسمشر کرزی له قاضی حسین احمد او حیدری سره په لیدنه کې وغوښتل، چې دوى دې طالبان وهڅوی، چې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د ښوونې او روزنې پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړی او د تعلیم په غوړېدو کې ورسره مرسته وکړی او همدارنګه دې د سولې په برخه کې له افغان لوری سره له زړه یوه خوله شی. د هغه په خبره، چې قاضی حسین احمد په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه خپله اندېښنه ولسمشر ته وړاندې کړه، ولسمشر ورته په ښکاره وویل، چې که افغانستان او پاکستان په خپلو منځونو کې ستونزې حل نه کړی او حالات دغه ډول ترینګلی پاتې شی، نو بیا معلومه خبره ده، چې بهرنیان به په افغانستان کې موجود وی. فیضی وویل، چې پاکستان ته دغه ځل د ولسمشر سفر او خبرې هیله منې او پاکستانی لوری مثبت تمایل درلود. دغه راز د ولسمشر ویاند په قطر کې له طالبانو سره د امریکا له لوری د پیل شوو خبرو په اړه وویل: ((هغه ستونزې چې د قطر د خبرو په اړه موږ له امریکا سره درلودې، هغه اوس حل شوې دی.)) ده زیاته کړه، کله چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګروسمن په دې وروستی سفر کې له ولسمشر کرزی سره وکتل، نو هغه اختلاف، چې د قطر د خبرو په اړه موجود و، هغه حل او دولت د هرې هغې هڅې، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت، ثبات او دایمی امن لامل ګرځی ملاتړ کوی. فیضی وویل، چې د سولې په اړه د دولت تګلاره روښانه ده، چې د مخالفینو له خوا د اساسی قانون منل، د ښځو حقوقو ته درناوى او له زور زیاتی څخه لاس اخیستل دی. د نوموړی په وینا، د سولې لپاره پورته یادې شوې خبرې د دوى ښکاره شرایط هم طالبانو او هم نړیوالو ته دی، که خبرې کېږی، نو دغو مهمو ټکو ته باید جدی پاملرنه وشی.