افغان ورزشکارانو په ایران کې درزمی ورزشونو له دویم نړیوال فیستوال څخه دسروزرو څلور مډالونه ، دسپینو زروشپږ مډالونه او ژیړو اته مډالونه ترلاسه کړل . دالمپیک دملی کمیټی دخپرونو مسوول عارف پیمان ته وویل د رزمی ورزشونو دویم نړیوال فیستوال دڅه دپاسه اویا هیوادونو دلوبغاړو په ګډون په تیرو څلورو ورځو کې په ایران کې ترسره شو . پیمان زیاته کړه دافغانستان ټیم چې په ایران کې یو شمیر میشت مهاجر افغانان یې هم په ترکیب کې شامل و وکولاى شول دموی تای کشتی کمربندی او جوجت شو په څانګو کې دسروزرو څلور مډالونه او دژیړو او دسپینو او ژړیو څوارلس مډالونه ترلاسه کړی . ده څرګنده کړه ددغو لوبو وروستی نتیجی لاتراوسه پورې څرګندی نه دی اودفیستوال دچارواکو دوروستی غونډې له پاى ته رسیدو وروسته اعلامیږی .