د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا په بګرام کې د امریکایی ځواکونو له خوا قران کریم ته د سپکاوی له امله د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته. ځینې سرچینې وایی، چې وړمه شپه امریکایی ځواکونو د پروان د بګرام په هوایی ډګر کې د قران کریم څلور نسخې سوځولې دی، خو د ایساف قوماندان ویلی، چې د ایساف سرتېرو په بګرام کې د قرانکریم په ګدون یو شمېر نور دینی کتابونه په ناسمه توګه له منځه وړی دی. د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې پنیټا د بښنې د غوښتو ترڅنګ ټینګار کړى، چې دا ډول کړنې د امریکا د پوځ د نظر څرګندونه نه کوی. تېره ورځ په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومی قوماندان جان الن هم له دې امله د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل، چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړی. د امریکا دفاع وزیر د پېښې په اړه د افغان حکومت او ناټو ځواکونو د ګډې پلټنې ملاتړ کړى او ویلی یې دی، چې د پلټنې وروستى پایلې به و څېړل شی، ترڅو یې په راتلونکی کې د بیا تکرار مخه ونیول شی. جنرال جان الن پېښه قصدی نه ده بللې، خو ده هم ویلی، چې په اړه به یې پراخې څېړنې وکړی او په راتلونکی کې به یې د تکرار مخه ونیسی. تېره ورځ د همدې پېښې په غبرګون کې سلګونو کسانو د کابل د څرخې پله په سیمه او د پروان ولایت اړوند د بګرام د هوایی ډګر مخې ته لاریونونه وکړل او ویل یې، چې قران کریم ته د سپکاوی عاملین دې مجازات شی. دغه راز لاریون کوونکو له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله. ویل کېږی چې په دغو لاریونونو کې یو شمېر کسان ټپی شوی هم دی، خو رسمی سرچینې یې نه تاییدوی. نن سهار هم له همدې امله په کابل او ننګرهار کې لاریونونه پیل شوی دی. د افغانستان دولت هم په بګرام کې د یادې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوى ټاکلى دى. تېر کال هم د یوه امریکایی کشیش له خوا په امریکا کې د قران کریم د نسخې د سوځولو په اعتراض کې په افغانستان کې پراخ لاریونونه شوی وو. په دغو لاریونونو کې تر لسو ډېر کسان و وژل شول او په لسګونو نور تپیان شوی وو.