بېرته
په نننیو لاریونو کې نهه تنه ووژل شول او 51 نور ټپیان شول
د خپرېدو نېټه: 1390/12/04 0:0د خبر شمېره: 8911سرچینه: ایرکا خبری آژانس

قران کریم ته د سپکاوی په غبرګون په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د هغو لاریونونو په پایله کې چې نن ترسره شول، د دوو بهرنیو سرتېرو په ګډون 9 تنه ووژل شول او 51 نور ټپیان شول.
امریکایی ځواکونو درې شپې مخکې د قران کریم څلور نسخې د پروان ولایت د بګرام په هوایی ډګر کې وسوځولې، چې دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاریونونو لامل شوى دى.
نننی لاریونونه د کابل د بګرامیو په ولسوالۍ، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او د خوګیاڼیو او بټی کوټ ولسوالیو، د لغمان په مرکز مهترلام، په قرغیو او الینګار ولسوالیو، د فاریاب په مرکز په میمنې ښار او د بغلان ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ کې ترسره شول.
همدارنګه د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ، د میدان وردګو په مرکز میدان ښار، د لوګر ولایت په خوشی ولسوالۍ، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ او همدارنګه د جوزجان او هرات په ولایتونو کې لاریونونه پر لاره اچول شوی، چې ځینې یې پر تاوتریخوالی اوښتی او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
د هغو شمېرو له مخې چې پژواک خبری اژانس له خپلو نننیو راپورونو څخه ترلاسه کړی، په ټولیزه توګه 9 تنه وژل شوی او 51 نور ټپیان دی.
د خوګیاڼیو ولسوالۍ په لاریون کې دوه لاریون کوونکی او دوه امریکایی سرتېری وژل شوی دی.
خو ایساف وایی چې د دوى یو سرتېرى د افغانستان په ختیځ کې، د یو کس له خوا چې د ملی اردو یونیفورم یې درلود، وژل شوى دى.
په همدې حال کې د ننګرهار د والی ویاند وایی، چې د ایساف دغه عسکر د خوګیاڼو ولسوالۍ د خلکو د لاریون په ترڅ کې د ملی اردو د یوه سرتېری له خوا وژل شوى دى.
د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په لاریون کې درې لاریون کوونکی، د مرکزی بغلان ولسوالۍ په لاریون کې یو تن او په لغمان ولایت کې هم یو تن وژل شوى دى.
د ننګرهار په خوګیاڼو او بټی کوټ ولسوالیو او د لغمان د مرکز مهترلام په لاریونونو کې 18 تنه ټپیان شوی او همدارنګه د فاریاب ولایت د مرکز د میمنې په ښار کې د لاریون کوونکو په منځ کې د یولاسی بم د چاودنې له امله 12 تنه ټپیان شوی دی.
همدارنګه په دهراوود ولسوالۍ کې 12 تنه (شپږ لاریون کوونکی او شپږ د ملی اردو او پولیسو سرتېری)، په بغلان کې د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې دوه تنه او د کابل په بګرامیو کې دوه تنه او یو پولیس ټپیان شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تېرې ورځې په لاریونونو کې اووه تنه وژل شوی او د درېیو پولیسو په ګډون 30 تنه ټپیان وو.