د امریکا ولسمشر بارک اوباما له جنایتکار صهیونیسټ رژیمه ملاتړ سپېڅلی کار وباله. د الرساله نټ خبری سایټ د رپوټ له مخې، بارک اوباما پرون په خپلو انتخاباتی تبلیغاتو کې وویل، چې له اسراییلو څخه د امریکا ملاتړ سپېڅلی امر دی او باید د خپل پوځی لوړاوی په ساتلو کې له اسراییلو څخه ملاتړ وکړی. اوباما وویل چې د امریکا یوه اوږدمهاله موخه په خپل پوځی لوړاوی کې له ا سراییلو سره مرسته ده، ځکه چې اسراییل په ډېره خطرناکه سیمه کې قرارلری. دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو راتلونکې اونۍ له بارک اوباما سره د کتنې په موخه امریکا ته روانېږی.