بېرته
ملي ايتلاف د سولې په پروسه کې د سياسي ګوندونو او خلکو پر ګډون ټينګار وکړ
د خپرېدو نېټه: 1390/12/13 0:0د خبر شمېره: 9001سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ملي ايتلاف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وروستيو څرګندونو هرکلى وکړ او وايي، ترهغه وخته چې له مخالفينو سره د سولې په خبرو اترو کې سياسي اپوزيسيون او مدني ټولنه شامله نه شي، سولې ته رسېدل ناشوني دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبېش د تېرې پنجشنبې په ورځ (د کب ١١مه) په يوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه د څارنې ترڅنګ، په دغې پروسه کې د سياسي مخالفو ګوندونو پر ګډون ټينګار وکړ.
نوموړي ويلي وو: ((مهم دا دى چې د افغانستان د سولې په پروسه کې بايد خلک او ټول سياسي مخالف ګوندونه شامل واوسي.))
نوموړي زياته کړې وه، بايد هېر نه شي چې په افغانستان کې مخالف او مشروع سياسي ګوندونه شته دي، هغوى خپل دريځونه لري، چې بايد له پامه ونه غورځول شي او بايد د سولې د پروسې يوه برخه وي.
ملي ايتلاف چې د رهبرۍ د شورا رياست يې ډاکټر عبدالله عبدالله په غاړه لري، نن (د کب ١٣ مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د خبرو هرکلى کړى او هغه يې يو سم او رښتينى دريځ بللى دى.
خبرپاڼې زياته کړې: ((دغه ايتلاف تل ټينګار کړى چې سولې ته لاسرسى هغه مهال شونى دى، چې لومړى وسله وال مخالفين په رسمي توګه د سولې خبرو اترو لپاره خپل چمتووالى اعلان کړي، په دويم قدم کې له حکومت سربېره، د افغانستان قانوني سياسي اپوزيسيون او مدني ټولنه په خبرو اترو کې شامل کړاى شي.))
د سرچينې په وينا، تل پاتې او عادلانه سوله د افغانستان د خلکو د تر ټولو مهمې غوښتنې په توګه د ټولو مطرحو اړخونو فعال ګډون ته اړتيا لري، ترڅو سياسي ثبات په هېواد کې ټينګ شي، ملي ګټې، د ملي حاکميت حق او د ملت وروستۍ لاسته راوړنې تضمين شي.
دغه ايتلاف هيله څرګنده کړې، چې د اصلي او مطرحو اړخونه په چمتووالي او ملګرو ملتونو په څارنې او د نړيوالې ټولنې په مرسته تلپاتې سوله په افغانستان کې ټينګه شي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو اعلان کړى، چې له امريکا متحده ايالاتو او نورو نړيوالو ښکېلو خواوو سره د تفاهم په خاطر، په قطر کې له دفتر سره موافقه کړې ده.
د دغې خبرپاڼې تر خپرېدو وروسته، د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د ترسره کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شول.