بېرته
شپږ بریتانوی سرتېری وژل شوی دی
د خپرېدو نېټه: 1390/12/17 0:0د خبر شمېره: 9073سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ویل کېږی، چې په هلمند ولایت کې د ماین دیوې چاودنې له امله شپږ بریتانوی سرتېری وژل شوی دی.
په کابل کې دایساف ځواکونو د مطبوعاتی دفتر لخوا د کب په 17مه، پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې شپږ سرتېری یې پرون دافغانستان په سوېل کې د ماین له یوې چاودنې وروسته نادرکه وو، ویل کېږی چې وژل شوی دی.
خو سرچینې د وژل شویو سرتېرو هویت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
بلخوا په لښکرګاه کې د بریتانیا د ولایتی بیارغونې ډلې لخوا پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دا پېښه لښکرګاه ته نږدې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې پرون یې سرتېری ګزمې ته راوتلی وو، خو بېرته خپل مرکز ته نه دی ګرځېدلی او دهغوى دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لری.
د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې د همغږۍ د څانګې مرستیال سمونوال محمد اسماعیل هوتک پژواک اژانس ته وویل ، چې دا پېښه د ګرشک ولسوالۍ د نهراج په سیمه کې د ایساف ځواکونو یوه نظامی مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده.
هغه وایی ، چې د بریتانوی سرتېرو پر یوه ټانک چاودنه شوې، چې له امله یې شپږ سرتېری وژل شوی دی.
وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستى دى.
بریتانیا په افغانستان کې شاوخوا 9500 سرتېری لری ، چې په هلمند ولایت کې مېشت دی او تر اوسه له دغو سرتېرو سره یې 404 سرتېری وژل شوی دی.
د یادو شپږو سرتېرو له وژل کېدو سره د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ایساف د وژل شویو سرتېرو شمېره 67 تنو ته ورسېده.