بېرته
د بلخ والی: که د ملی یووالی په اړه کوټلې هڅې ونه شی یو وار بیا به نا امنۍ زور واخلی
د خپرېدو نېټه: 1390/12/20 0:0د خبر شمېره: 9109سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د بلخ والی د عبدالعلی مزاری د اولسم تلین په غونډه کې وویل، که چېرې په هېواد کې د ملی یووالی په موخه هڅۍ ګړندۍ نه شی، نو لرې نه ده، چې له 2014 کال وروسته افغانستان یو ځل بیا د ژورې نا امنۍ په لور روان شی.
د اسلامی وحدت ګوندپخوانى مشر عبدالعلى مزاری د 1373کال دکب په 22مه وسلوالو طالبانو په کابل کې تر نیول کېدو وروسته په غزنی کې و واژه.
نن (د کب 20مه) د مزاری د اوولسم تلین په یاد د مزار شریف ښار په زراعت سیمه کې د عبدالعلی مزاری پر مزار د زرګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د بلخ والی عطا محمد نور په یاده غونډه کې په خپلو خبرو کې اندېښنه وښوده، چې که ملی یووالى رامنځه نه شی، نو له 2014 کال وروسته به هېواد یو ځل بیا په بدو حالاتو کې ګیر شی.
نوموړی زیاته کړه:((د حالاتو د سمون په موخه باید ټول وطنوال،مبارزین او دسولې غوښتونکی او هغه مجاهدین، چې په قربانیو یې د هېواد د تېر لس کلن بهیر لاس ته راوړنې منځ ته راغلې، یو بل ته لاسونه ورکړی او ملی یووالى، د بشری ازادیو او د عدالت منځ ته راتګ لپاره کار وکړی.))
د هغه په وینا، لرې نه ده، چې په 2014 کال کې افغانستان یو ځل بیا د سترې نا امنۍ په لور روان شی.
ټاکل شوې چې د 2014 کال تر پایه په ټول هېواد کې د امنیتی چارو مسوولیتونه له بهرنیو څخه افغان ځواکونو ته ولېږدول شی.
نور همداراز په مشروط ډول د سولې د روانې پروسې ملاتړ وکړ.
نوموړی زیاته کړه: ((موږ د سولې پلویان یو؛ خو چې په ترڅ کې یې د د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنو او د اساسی قانون ازرښت پر ځاى او وساتل شی.))
د هغه په وینا، د سولې په روانه پروسه کې باید د افغانانو ټولو خواوو ته وخت ورکړل شی.
خو د بلخ والی په دې ټنیګار کاوه، چې که د سولې هڅې د پردې تر شاه روانې وی، اساسی قانون په کې تر پښو لاندې کېږی، ملی یووالى په کې زیانمنیږی؛ نو دغه ډول هڅې به په هېڅ وخت کې د خلکو ملاتړ له ځان سره ونه لری.
نوموړی همداراز د استاد برهان الدین ربانی د قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((موږ په جدی توګه د استاد ربانی د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوو او همداراز ټینګار کوو، چې د وروستیو ځنځیری وژنو په ترڅ کې، چې کوم مشران شهیدان شوی دی، باید قاتلین یې د قانون منګلو ته وسپارل شی.))
د افغانستان د سولې د عالی شورا رییس برهان الدین ربانی د وږی په 29مه، په خپل کور کې د یوه ځانمرګی برید له امله و وژل شو.
د مزاری د اولسم تلین په غونډه کې د کابل د خلکو استازی محمدمحقق هم ونډه اخیستې وه، نوموړی هم د سولې روانه پروسه کامیابه ونه بلله.
محقق وویل: ((ما له لومړی سره ویل، په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژنی او موږ ولاړ شو هغو ته سر خم کړو او په زاریو ترې سوله وغواړو، کومه نتیجه نه ورکوی او همداسې وشول.))
نوموړی زیاته کړه، چې د سولې د هڅو په ترڅ کې طالبانو ځنځیری وژنې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې استاد ربانی هم و وژل شو.
د هغه په وینا، تر کومې چې د سولې په روانو هڅو کې د هېواد ټول قومونه او سیاسی ګوندونه په نظر کې ونه نیول شی، نو کومه نتیجه به ورنه کړی.
محقق وویل، چې د سولې په هڅو کې یوازې د امریکا شاملېدل هم نتیجه نه ورکوی او همداسې له سیاسی جبهو پرته د دولت ورګډېدل هم کومه ګټه نه لری.
د اسلامی وحدت ګوند د پخوانی مشر عبدالعلی مزاری د اولسم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه د یو شمېر دولتی چارواکو په ګډون په ډېر شمېر د هغه پلویانو برخه اخیستې وه.