د ملګرو ملتو امنیت شورا له افغان حکومته تمه لری، چې د اقتصادی ودې، د خپلو امنیتی ځواکونو د ښه کولو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې خپلې ژمنې په وخت عملی کړی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ، وروسته له دې، چې د م.م. سرمنشی بانکی مون د افغانستان د راتلونکی په اړه د کابل د نړیوال کنفرانس په باب دې شورا ته مالومات وړاندې کړل، یوه اعلامیه خپره کړه. امنیت شورا په خپله اعلامیه کې ویلی، چې دوی د افغانانانو په مشرۍ د انتقال د پروسې ملاتړ کوی، چې هدف یې په داسی یوه هېواد کې د افغانانو مشری او د چارو کنټرول دى، چې دامهال نړیوالې موسېسې پکې د پام وړ رول لری. نړیوالې ټولنې همداراز موافقه کړې، چې له افغانستان سره به په پنځو کلونو کې له دیارلس ملیاردو ډالرو مرستې څخه نیمایی (پنځوس فیصده) د افغانستان حکومت ته ورکړی، چې پر هغو پروژو یې ولګوی، چې افغانان فکر کوی د دوی لپاره مهمې دی.