بېرته
دملت دبابا دمړینې دکالیزی درناوی وشو
د خپرېدو نېټه: 1389/05/01 0:0د خبر شمېره: 920سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دملت دبابا دمړینی دریمه کالیزه نن دقران عظیم الشان دختمونو په کولو سره درناوی وشو.
دبارک دملی یووالې ټولنې نن دقران عظیم الشان دختم په کولو سره چې په کې دهیواد دقومونو مشرانو ،دمدنی ټولنو غړو اوداجتماعی سازمانونو یوشمیرغړو، دولتی چارواکو اودملت دبابا ارواښاد محمدظاهر یوشمیرمینه والو گډون کړی و. دغه راز په دغومراسمو کې مولوى جنابی ، مولوی غلام محمدغریب ، سناتور محمدحنیف ، عبدالعلی سراج ، وکیل قاری وزیر اوډاکتر محمدصدیق فرهنګ اود هیواد څوتنو نورو مخورو اوفرهنګی شخصیتونودملت دبابامحمدظاهر دشخصیت اودکارونو په باب خبرې وکړې او دى یې دملی وحدت سمبول وباله .
دمراسمو په پاى کې دملت دبابا پاک روح دعاوشوه .