د افغانستان ولسی جرګې نن ددغه هېواد له ولسمشر حامد کرزی څخه وغوښتل چې هغه تړون چې په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو دقانون د اعمالولو خنډ دی، لغوه کړی. د افغانستان د ولسی جرګې یوه غړی، نعیم لالی حمیدزی په دې اړه وویل چې د ولسی جرګې غړی د رایو په اتفاق سره له امریکا سره د افغانستان د پوځی تړون د ړنګیدو پریکړه تصویب کړه او د کرزی لپاره یې واستوله، خو نوموړی تر اوسه پورې دغه پریکړه لیک نه دی لاسلیک کړی. د افغانستان د ولسی جرګې دې استازی زیاته کړه چې د پارلمان له نظره،داډول تړونونو ته نوره اړتیا نشته. تېره یک شنبه، په افغانستان کې میشتو وحشی امریکایی پوځیانو په کندهار کې د استوګنې پر کورونو په برید سره، د 9 ماشومانو اودرې مېرمنو په شمول 17 ولسی افغانان شهیدان کړل. ناټو ادعا کړې چې ددې جنایت عامل یوازې یو امریکایی پوځی دی، خو عینی شاهدان او د پېښې ځای ته د افغانستان ددولت له خوا د حقیقت موندنې د ډلو د غړو له قوله چې په دې جنایت کې له 15 تر 20 امریکایی پوځیانو برخه اخیستې او آن ځینې رپوټونه وایی چې چورلکو یې هم بدرګه کوله او دا جنایت د امریکایی پوځیانو له خوا یو له مخکې پلان شوی پروګرام و.