د بلخ په مرکز مزارشریف کې د حضرت علی (ع) د روضې جنډه د لسګونو زرو تنو په ګډون په ځانګړو مراسمو سره پورته شوه. دغه جنډه د نوی 1391 لمریز کال د وری د لومړۍ ورځې په لسو بجو او 45 دقیقو د ملی سرود له غږولو او ویناوو وروسته په پوځی پرېډ سره، په داسې حال کې چې د توپ ډزې هم کېدې، ودرول شوه. یاده شوې جنډه د نن په څېر د هر نوی کال په لومړۍ ورځ پورته کېږی. په نننیو مراسمو کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم، د بلخ والی عطامحمد نور، په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د سفارتونو استازو او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو ګډون درلود. د بلخ والی د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وینا کې تېر کال په هر اړخېزه توګه بریالى او د افغان ولس لپاره مهم وباله. نوموړی وویل، چې په تېر کال کې د بیارغونې، کلتوری، پرمختیایی او پراختیایی برخو کې ډېر زیات کارونه ترسره شوی دی. نوموړی وویل، چې په روان کال کې به شاوخوا نهه زره باغونه ورغول شوی، چې دا به د بلخ ولایت لپاره ډېر ګټور او اغېزمن واوسی. عطامحمد نور وویل، چې په تېر کال کې د امنیت په برخه کې هم ډېر کار شوى دى، چې وسلوالو مخالفینو په تېر کال کې د مخامخ جګړو ځواک له لاسه ورکړى وو او کله کله به یې د ماینونو او ځانمرګو بریدونو له لارې امنیت ته ګواښ پېښاوه. نوموړی له افغان حکومت څخه غوښتل، چې ژر تر ژره دې د استاد برهان الدین ربانی وژونکی پیدا کړی او په سزا دې یې ورسوی. هغه د سولې د پروسې په اړه وویل، چې باید په تېرو لسو کلونو راغلی لاسته راوړنې د سولې پروسې قربانی نه شی او په هر حالت کې وساتل شی. د نور په وینا، له امریکا سره په ستراتیژیک سند کې دې د افغانستان خپلواکی، ملی حاکمیت او اساسی قانون ته زیان ونه رسېږی. په دې مراسمو کې د بلخ والی عطامحمد نور، چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د حامد کرزی د تر ټولو لوى سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ملګرى و او پر کرزی یې سختې نیوکې کولې، وویل چې د بلخ دولتی چارواکو هر وخت د مرکزی دولت تابعت کړى دى. دغه راز هغه نن په خپله وینا کې د کرزی تېره دوره یوه ښه او د افغانانو لپاره ګټوره دوره وبلله. هغه له مرکزی دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې په پروسه کې د افغانانو شتون زیات شی او همداراز دې د سولې په خبرو کې د ټولنې ټولې خواوې په نظرکې ونیول شی. خو نوموړی غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسه په افغانستان کې د بیان ازادۍ، د ښځو حقونو او د جهاد او مقاومت لاس ته راوړنو ته زیان ونه رسوی. نور وویل، چې د افغان امنیتی ځواکونو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ترمنځ دې د همغږۍ مکانېزم جوړه شی، چې مرکزی قومانده یې د افغان ځواکونو په لاس کې وی. په دې مراسمو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو استازو او د ګاونډی هېواد ازبکستان یو شمېر چارواکو هم ګډون کړى وو. په مراسمو کې د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، هېوادوالو ته د نوی کال مبارکی وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې نوی کال کې په هېواد کې روانې جګړې پاى ته ورسېږی او د افغانانو لپاره د خوښیو او بریالیتوب کال وی. فهیم وویل، چې د افغانستان امنیتی ځواکونو روزنه او تجهیز په ښه ډول دوام لری او د تېر په پرتله یې ښه پرمختګونه کړی دی. هغه وویل چې امنیتی ځواکونه، اوس تر هر وخت ډېر د امنیت اخیستو ته چمتو دی. ده په افغانستان کې د جګړې پر پاى ته رسېدو ټینګار وکړ او ملی یووالى او پر یو بل تکیه یې په هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره اساسی اړتیاوې وبللې. د ولسمشر لومړی مرستیال همداراز له امریکا سره د افغانستان ستراتیژیک تړون ته په اشارې سره وویل، چې دا تړون به د افغانستان ملی حاکمیت او دوه اړخیزه ګټو ته په کتو سره لاسلیک شی. هغه ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له امریکا سره د افغانستان ستراتیژیک تړون به هغوى ته هېڅ خطر متوجه نه کړی. هغه د سیمې د هېوادونو امنیت په افغانستان کې په ثبات او امنیت پورې تړلى وباله او زیاته یې کړه، چې ګاونډی هېوادونه باید په افغانستان کې د امنیت په اهمیت وپوهېږی. د جنډې د پورته کېدو یاد شوی مراسم تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې جوړ شوی وو او تر دې دمه په کې هېڅ امنیتی پېښه نه ده رامنځ ته شوې. د کابل په کارته سخی سیمه کې هم د جنډې د پورته کېدو مراسم د ګڼ شمېر خلکو او حکومتی چارواکو په ګډون تر سره شول. د نوی کال په لومړۍ ورځ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک زیارتونو ته ځی او دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو سره نمانځی. نوروز د افغانستان تر څنګه په ګاونډیو هېوادونو کې هم په خورا لویو مراسمو سره نمانځل کېږی او ملګرو ملتونو په 1388 کال کې د نوروز ورځ په رسمیت وپېژندله.