بېرته
په کابل ښار کې د اداری فساد پر ضد د ځغاستې سیالی تر سره شوه
د خپرېدو نېټه: 1391/01/04 0:0د خبر شمېره: 9293سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په کابل ښار کې د وری په څلورمه د 400 ځوانانو په ګډون د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د ځغاستۍ پسرلنۍ سیالی ترسره شوه.
دا سیالی دکابل ښار ددارالامان سړک د علاوالدین له سیمې د بابر تر بڼ پورې،چې پنځه کیلومتره واټن و،ترسره شوه.
د ځغاستې دغه سیالی د اداری فساد پر وړاندې مبارزې د افغانی شبکې لخوا په لاره اچول شوې وه، چې موخه یې د اداری فساد پر وړاندې مبارزه او د فساد غندنه وه .
دغه سیالی د 400 تنو په ګډون نن د( وری په 4مه) دسهار په لسو بجو پیل او تر غرمې مخکې په یوولسو بجو له کومې پېښې پرته پاى ته ورسېده.
په دغه سیالی کې 24 کلن احمد شریف عمری لومړى ، 19 کلن ایام الدین دویم او 26 کلن ایمل ابراهیمی درېیم مقام خپل کړ.
احمدشریف عمری،چې لومړى مقام یې ترلاسه کړى،پژواک خبری اژانس ته وویل چې دى له کوچنیوالی څخه له لوبو او په ځانګړی ډول له ځغاستې سره مینه لری او دې سیالۍ ته یې ښه چمتوالى درلود.
هغه زیاته کړه :(( کله چې سیالی پیل شوه ، ډیر خوشحاله وم او په دې تلوسه کې چې لومړى مقام خپل کړم او همداسې وشول. ))
عمری وایی،چې دلوبې وروستی په نښه شوی ځاى ته یې د څوارلس دقیقو په موده کې ځان ورساوه اود لوبې لومړى مقام یې خپل کړ.
د سیالۍ په پاى کې لومړی او دویم مقام ګټونکو ته د نبی زاده د خیریه ټولنې لخوا یو یو لپ ټاپ کمپیوټر او درېیم تن ته یو موبایل او یو ( DVD player ) ورکړل شول.
د ځغاستې ددې سیالۍ مسوول محمد طارق پژواک خبری اژانس ته وویل چې ددې سیالۍ لپاره درې ورځې مخکې نومونه لیکل شوی او خلکو په داوطلبانه توګه پکې برخه اخیستې ده.
نوموړى،یاده سیالی داداری فساد پر وړاندې دمبارزې یو نوى ګام بولی او زیاتوی چې دوى غواړی د مدنی خوځښتونو له لارې خپل خلک د اداری فساد پر وړاندې مبازرې ته وهڅوی.
ده زیاته کړه،چې په دې سیالۍ کې ځوانانو د اداری فساد پر وړاندې په مبارزه کې برخه واخیسته او د اداری فساد پر وړاندې خپل غږونه اوچت کړل.
د اداری فساد پر وړاندې مبارزې د افغانی شبکې مشر محمد شفیق همدم پژواک اژانس ته وویل دا چې ټول ځوانان په داوطلب ډول راغلی ، ددې ښکارندوی کوی ، چې دوى هم د اداری فساد پر ضد مبازره کوی او غندی یې.
هغه زیاته کړه : (( داسیالی ځکه په لار واچوله شوه، څو ټول ځوانان د اداری فساد پر وړاندې مبارزه وکړی او له اداری فساده پاک افغانستان ولرو.))
د همدم په وینا، دا شبکه اجرائیوی ارګان نه دى، نو ځکه کار یې یواځې د حکومت پر کړنو څارنه ده او له دې کار سره غواړی د عامه پوهاوی د پروګرامونو له لارې خلک پر خپلو حقوقو خبر کړی.
نوموړى وایی: ((غواړو د خپلو مدنی حرکتونو له لارې د اداری فساد غندنه وکړو اوترڅنګ یې ځوانانو هم وهڅوو ، څو دوى هم د اداری فساد پر وړاندې مبازره وکړی.))
دده د معلوماتو له مخې،ددې سیالۍ ترڅنګ به سږکال یاده اداره (د اداری فساد پر وړاندې د جهاد) په نوم له بېلابېلو مدنی ټولنو سره سوله ییزې ناستې ، غونډې او لوبې هم ترسره کړی.