بېرته
مک کریسټال په رسمی ډول د استعفى مراسم پرځاى کړل
د خپرېدو نېټه: 1389/05/02 0:0د خبر شمېره: 935سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال سټینلی مک کرېستال، چې په یوې لیکنې کې امریکایی مشرانو ته د سپکاوی په تور له دندې ګوښه شوى و، په رسمی ډول د استعفا مراسم پرځاى کړل.
مک کرېسټال د په دې اړه رسنیو ته وویل: ما خپل مسلک چې 38 کاله مخکې مې پیل کړی و او سخت ورباندې مین یم، ختم کړ.
نوموړی زیاه کړه، ده هغه ژمنې پوره نشواى کړى، چې له خپلو ملګرو سره یې د جګړې په جریان کې کړې وې.
د مک کرېسټال په وینا، دا ژمنې ورته سپېڅلې دی، خو لکه څنګه چې یی هیله درلوده، خدمتونه یې هسې سرته ونه رسېدل.
د نوموړی په دغو مراسمو کې، چې د واشنګټن په فورت مک نیېر کې تر سره شول د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس او په واشنګټن کې د افغانستان سفېر سید طیب جواد هم ګډون درلود.
جواد د مراسمو برخه والو ته په وینا کې وویل، جنرال مک کرېستال په افغانستان کې په تروریستانو او وسله والو باندې د بری بنسټونه ایښی دی.
نوموړی، له مک کرېستال او د هغه له پوځیانو څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د امنیت په مقصد یی قربانۍ ورکړی دی.