د ولسی جرګې ځینی غړی د طالبانو او حزب اسلامی له خوا د سولې د خبرو درېدل پر امریکا د فشار راوستو په موخه یو تکتیکی حرکت بولی او وایی، چې په دغه کار سره د هېواد امنیتی حالات هم ترینګلی شوی دی. له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا د متحده ایالتونو او افغان وسلوالو مخالفینو ترمنځ د سولې په اړه خبرې روانې وې، خو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وسلوالو طالبانو او دوې ورځې مخکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی د دغو خبرو لړۍ ودروله. د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ویلی، چې د افغانستان دولت او امریکا دواړه د سولې لپاره عملی او د منلو وړ طرحه نه لری؛ نو ځکه یې ورسره د خبرو اترو لړۍ درولې ده. حکمتیار ویلی: ((څرنګه چې هغوى تر اوسه زموږ د وړاندیزونو په اړه کوم څرګند دریځ نه دى نیولى او نه ورسره د هېواد د بحران لپاره د حل کومه لاره شته، نو په دغه اساس حزب اسلامی نه غواړی هسې خپل وخت ضایع کړی او د خبرو اترو مېز ته په داسې حال کې ورشی، چې مخالف لورى غواړی خپلې غوښتنې بیا بیا تکرار کړی.)) له وسلوالو مخالفینو څخه غوښتل شوی، چې د سولې له بهیر سره د یو ځاى کېدو لپاره باید د افغانستان اساسی قانون ومنی، له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړی او وسله پر ځمکه کېږدی. د وسلوالو طالبانو او امریکا تر منځ هم په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانیستلو او د سولې په اړه خبرې شوې وې، خو طالبانو د یوې اعلامیی په خپرولو سره وویل، چې دوى دا خبرې ځکه دروی؛ چې امریکایان د خبرو په اړه ثابت دریځ نه لری. په ولسی جرګه کې د کابل استازى ډاکتر جعفر مهدوی د وسلوالو مخالفینو د یادو څرګندونو په اړه وایی: ((د مذاکراتو په برخه کې هر لوری ته خپل دلایل سم ښکاری، خو د ستونزې د حل لپاره باید یو تفاهم ته ورسېږی.)) دى د وسلوالو مخالفینو له خوا د سولې په اړه د خبرو درېدل یو تکتیکی حرکت بولی او وایی، وسلوال مخالفین غواړی له دې لارې پر امریکا فشار راوړی ترڅو د هغوى غوښتنې ومنی. طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانیستل او له امریکایی زندانونو د طالب بندیانو خوشی کېدل له امریکا څخه د طالبانو غوښتنې وې، چې تر اوسه نه دې منل شوې. مهدوی وایی، چې د خبرو تر درېدو وروسته ورځ په ورځ امنیتی حالات هم ترینګلی شوی او د دولت وسلوال مخالفین غواړی د بریدونو د زیاتوالی له لارې خپل ځواک ثابت کړی، تر څو د سولې په خبرو کې یې شرطونه ومنل شی. په ولسی جرګه کې د پکتیا استازى ګل بادشاه مجیدی د خبرو د درېدو په اړه وایی: ((د دغو خبرو درېدل د یوه موقت وخت لپاره دی او هغه د دې لپاره، چې د مخالفینو شرطونه ومنل شی.)) دی هم زیاتوی، چې د وسلوالو مخالفینو له خوا د خبرو په بندېدو سره د هېواد امنیتی حالات ترینګلی شوی؛ ځکه چې مخالفین غواړی پر مقابل لوری د خپلو غوښتنو د منلو په موخه د نورو فشارونو ترڅنګ وسلوال بریدونه هم زیات کړی. هغه د خبرو د درېدو په تړاو د وسلوالو مخالفینو د څرګندونو په اړه وویل، امریکا پرته له دې چې د سولې د خبرو لپاره یو مشخص میکانیزم ولری، دغه خبرې یې پیل کړې دی. مجیدی وایی: ((په افغانستان کې دېرش کلنه جګړه تېره شوې، امریکا باید د سولې لپاره یو مشخص میکانیزم جوړ کړى واى، چې په هغه کې د جګړې ټولې خواوې موجودې واى او د اوربند اعلان یې باید کړى واى.)) د لوېدیځ د ستراتیژۍ یو اصل دا دی چې په تدریجی ډول د امنیتی چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاری او خپل پوځیان د 2014 کال تر پایه له افغانستان څخه وباسی او بل اړخ یې دا دی، چې طالبان او نورې وسلوالې ډلې خبرو ته راولی او په سیاسی بهیر او حکومت کې یې شاملې کړی. په ولسی جرګه کې د کندهار استازې شکېبا هاشمی هم وایی، چې وسلوالو مخالفینو پر مقابل لوری د خپلو غوښتنو د منلو په موخه خبرې بندې کړې او وسلوال بریدونه یې ډېر کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په ژمی کې د وسلوالو مخالفینو بریدونه تر ډېره بریده کمیږی خو د هوا په ګرمېدو سره بېرته زور اخلی. ویل کېږی چې په ژمی کې د دولت ډېر وسلوال مخالفین پاکستان ته ځی او د هوا په ګرمېدو سره بېرته هېواد ته راگرځی. شکېبا هاشمی د سولې د خبرو د درېدو په اړه د وسلوالو مخالفینو څرګندونې پر ځاى بولی، خو دا هم په دې اند ده، چې د خبرو بندېدل یو تکتیکی حرکت دى، کېداى شی بېرته پیل شی. د امریکا له متحده ایالتونو سره د وسلوالو مخالفینو خبرې په داسې حال کې پیل شوې وې، چې د افغانستان دولت هم د سولې د پروسې لپاره وړم کال د سولې عالی شورا جوړه کړې او په وار، وار یې له وسلوالو مخالفینو غوښتی چې د سولې له پروسې سره ملګری شی. خو شکېبا هاشمی وایی، چې د دې شورا هڅې مثبتې پایلې نه شی لرلاى؛ ځکه چې د شورا ډېر غړی هغه کسان دی چې په کلونو کلونو له طالبانو سره جنګېدلی دی. وسلوالو طالبانو هم ویلی، چې د افغانستان له دولت سره خبرې نه کوی؛ ځکه چې د تصمیم نیولو واک نه لری.