پنځه امریکایی پوځیان پرون د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې په بمی چاودنو کې ووژل شول ،دوه بې درکه شوی او د دوو افغان پولیسو د وژل کېدو په څنګ کې د ولسی جرګې د یوه کاندید د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی. د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوالو ځواکونوپرون تایید کړه چې دوه پوځیان یې د جمعې په ورځ کابل ته نژدې بې درکه شوی دی.وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې دا دوه عسکر دوی نیولی دی. د دغو دوو امریکایی پوځیانو له بې درکه کېدو وروسته نړیوالو ځواکونو د مځکې او هوا له لارې د هغوی د موندلو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړې. د ناټو ځواکونو له یوې اعلامیې سره سم دا دوه سرتېری د جمعې په ورځ په کابل کې له خپل پوځی مرکزه په موټر کې ووتل خو بېرته رانغلل . ناټو ځواکونو د هغوی د موندلو لپاره له هوا پاڼې شیندلی او د راډیو له لارې یې پیغامونه خپاره کړی .په دې پیغامونو کې دا هم ویل شوی چې که چا مالومات ورکړل نو شل زره ډالره جایزه ورکوی. د دوی موټر په لوګر ولایت کې موندل شوی دی.خو د امریکا پوځ وایی چې ممکن دا دوه پوځیان وژل شوی او وروسته له موټره ایستل شوی وی. د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې تراوسه پوری دوی په دې باب مالومات نه لری. له بلې خوا له دې پېښې جلا په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی د خپلو پنځوعسکرو وژنه تایید کړه.د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوالوځواکونو وویل چې دا عسکر په جلا جلا چاودنو کې وژل شوی خو د هغو د وژل کېدا د دقیق ځای په اړه یې څه ونه ویل .