بېرته
د کابل د دوو لېسو د کانکور پایلو دغه ازموینه تر پوښتنې لاندې راوستې ده
د خپرېدو نېټه: 1391/01/15 0:0د خبر شمېره: 9522سرچینه: ایرکا خبری آژانس

شنونکی وایی، که اړوند وزارت د لوړو زده کړو موسسو ته د ((عبدالرحیم شهید)) او ((معرفت)) لېسو د شاوخوا90 سلنه زده کوونکو د بریا په اړه د قناعت وړ ځواب ونه وایی، نو د کانکور پایلې به تر پوښتنې لاندې راشی.
د تېر کال د کانکور ازموینې له 147زره ګډونوالو څخه 40زره تنه، چې د ټولو ګډونوالو څه باندې 27سلنه جوړوی، د لوړو زده کړو دولتی موسسو ته جذب شول.
خو د کانکور په یاده ازموینه کې د کابل ښار د دشت برچی سیمې اړوند د عبدالرحیم شهید د دولتی لېسې له 648 ګډونوالو څخه 580 یې او د همدې سیمې اړوند د معرفت د خصوصی لېسې له 52 ګډونوالو څخه 49 یې د لوړو زده کړو دولتی موسسو ته د لوړو نومرو په اخیستو بریالی پېژندل شوی دی.
پژواک خبری اژانس د یادو دوو لېسو د ټولو بریالیو زده کوونکو نومرو ته لاسرسى پیدا نه کړ، خو پژواک ته د عبدالرحیم شهید لېسې د 168 تنو بریالیو زده کوونکو رسېدلى نوملړ ښیی، چې له دغو کسانو څخه 33 تنو یې له 293 تر 300 او پاتې 135 تنو یې 300 او یا تر هغې لوړې نومرې ترلاسه کړې دی.
دغه راز د معرفت لېسې د 31 تنو بریالیو زده کوونکو یو نوملړ ښیی، چې له دغو څخه 28 تنو 300 او له هغو پورته نومرې او درېیو نورو یې د 296 په شاوخوا کې نومرې خپلې کړې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانکور په یاده ازموینه کې د لوړو زده کړو موسسو ته د کابل ښار د ډېرو مشهورو او پرمخ تللو لېسو د بریالیو کسانو سلنه هم د یادو دوو لېسو د بریالیو کسانو تر سلنې کمه ده.
د کابل ښار د حبیبیې لېسې مدیر شاه لالا بکاولی پژواک خبری اژانس ته وویل، د دې لېسې د هغو زده کوونکو د شمېرې په اړه، چې د تېر کال د کانکور په ازموینه کې د لوړو زده کړو موسسو ته بریالی شوی ، کره معلومات نه لری، خو هیله من دى چې 40 سلنه به یې بریالی شوی وی.
دى وایی، چې وړم کال هم د دې لېسې د 12مو ټولګیو د 1500 فارغانو 40 سلنه د لوړو زده کړو موسسو ته بریالی شوی وو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د حبیبیې لېسه 110 کاله مخکې جوړه شوې او له 260 ښوونکو څخه یې لس د ماسترۍ او190 یې د لسانس تر کچې زده کړې لری او پاتې نور یې د 14ټولګیو فارغان دی.
دغه راز په کابل ښار کې د استقلال په نوم د بلې مشهورې او پخوانۍ لېسې مدیر سیدناصر عسکرزاده وایی، سره له دې چې دغه لېسه د کورنیو مسلکی ښوونکو ترڅنګ فرانسوی ښوونکی او سلاکاران لری، خو د تېر کال په کانکور کې یې د لوړو زده کړو موسسو ته د بریالیو زده کوونکو سلنه د عبدالرحیم شهید او معرفت له لېسو کمه ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کانکور په یاده ازموینه کې د دې لېسې له 310 تنو ګډونوالو څخه 250 یې، چې د ټولو ګډونوالو څه باندې 80 سلنه جوړوی، د لوړو زده کړو موسسو ته بریالی شوی دی.
دى وایی، چې دغه لېسه درې مجهز لابراتوارونه لری او له 133 ښوونکو څخه یې څلور ښوونکی د ماسترۍ او 85 نور یې د لیسانس تر کچې زده کړې لری او پاتې نور یې د 14ټولګی فارغان دی.
د ده په وینا، په دې لېسه کې هغو زده کوونکو ته، چې په کوم مضمون کې ستونزه ولری، د یو پلان له مخې د استادانو له خوا په وړیا ډول ځانګړې زده کړې هم ورکول کېږی.
دى د عبدالرحیم شهید او معرفت لېسو د بریالیو زده کوونکو شمېره د پوښتنې وړ بولی او د هغوى امکاناتو ته په کتو سره وایی: ((دا له امکان نه لرې ده، چې په دې کچه شاګردان کامیاب شی.))
د عبدالرحیم شهید لېسې چارواکی وایی، دغه لېسه چې په 1349 کال کې جوړه شوې، یو لابراتوار لری او داسې ښوونکی، چې د ماسټرۍ په کچه زده کړې ولری، په دې لېسه کې نشته.
هغه وایی، د دې لېسې له 306 ښوونکو څخه 41 یې د لیسانس او پاتې نور یې د څوارلسم ټولګی په کچه زده کړې لری.
د معرفت لېسې داخلی مدیر حفیظ الله ابرم پژواک خبری اژانس ته وویل، دغه لېسه د کیمیا، بیولوژی، فزیک او حرفې لابراتوارونه لری.
خو دى وایی، چې د دې لېسې له 102ښوونکو څخه دوه یې د ماسټرۍ، 37 یې د لیسانس او 63 نور یې د څوارلسم ټولګی په کچه زده کړې لری.
پژواک هڅه وکړه چې د یادو دوو لېسو د دوولسمو ټولګیو د فارغانو د یوولسم او لسم ټولګی د ازموینې نومرې د هغوى د کانکور د ازموینې له نومرو سره مقایسه کړی.
خو د کابل ښار د پوهنې مشر نجیب الله کامران په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: ((د حقوقی له نقطې نظره، د یو چا نتایج د هغه خصوصی حریم دى.))
دى وایی، د زده کوونکو د ازموینو د پایلو په اړه په هغو حالتونو کې معلومات ورکولى شی، چې یا په خپله زده کوونکى غوښتنه وکړی او یا هم عدلی او قضایی ارګانونه په دې اړه د معلوماتو د ورکولو حکم وکړی.
د کابل پوهنتون ځینی استادان د یادو دوو لېسو د دومره ډېرو زده کوونکو بریالیتوب ته د شک په سترګه ګوری.
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی استاد احمدضیا رفعت، په دې تړاو د درغلۍ شتون نه تاییدوی او نه یې هم ردوی، خو وایی، کېداى شی دغه کار د کانکور د ازموینې پایلې له شک او پوښتنو سره مخ کړی.
د ده په وینا، که چېرې په یادو دوو لېسو کې زده کړې د نورو لېسو په پرتله ډېرې ښې وی، نو تر یوه بریده د دې امکان شته چې ډېر شاګردان یې دې بریالی شی.
خو هغه زیاتوی: ((که فرض کړل شی، چې د دغو لېسو زده کوونکی د نورو لېسو د زده کوونکو په پرتله یواځې د کانکور لپاره تیاری نیولې، نو دا د هغوى د ډېرو زده کوونکو د بریا دلیل نه شی کېداى.))
رفعت وایی، باید په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت د قناعت وړ ځواب ورکړی.
د ده په وینا، که د لوړو زده کړو وزارت د قناعت وړ ځواب ورنه کړی، نو د یادو لېسو د دومره لوړې سلنې زده کوونکو بریا د کانکور د ازموینې پایلې له شک سره مخ کوی.
د هغه د معلوماتو له مخې، شاوخوا څلور کاله وړاندې هم د کانکور د ازموینې په پایلو کې لاسوهنې کېدې، خو د دغه کار عاملین پر خپل وخت ونیول شول او تر عدلی تعقیب لاندې هم راغلل.
دى وایی، کېداى شی بیا هم د لوړو زده کړو په وزارت کې داسې یوه ځانګړې ډله پیدا شوې وی چې د کانکور په پایلو کې لاسوهنه کوی.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی استاد محمداجان حقپال هم رفعت ته ورته نظر لری او زیاتوی، چې باید د کانکور په پایلو کې د احتمالی درغلیو په اړه څېړنې وشی.
دى د حبیبې او استقلال او دغه راز د عبدالرحیم شهید او معرفت لېسو امکاناتو او په کانکور کې د هغوى د بریالیو زده کوونکو سلنې ته په کتو وایی: ((دا پایلې له ګډوډۍ خالی نه دی او خامخا به یو څه په کې وی.))
هغه وایی، که چېرې د عبدالرحیم شهید او معرفت لېسې کومه ځانګړنه لری، نو باید د پوهنې وزارت په نورو لېسو کې هم د یادو دوو لېسو ځانګړتیاوې پلې کړی.
خو د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان وایی، چې د عبدالرحیم شهید او معرفت لېسې کومه ځانګړنه نه لری.
هغه وایی، چې په کانکور کې د درغلیو په اړه څرګندونې د دغه وزارت مسوولیت نه دى او باید په اړه یې د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره خبرې وشی.
د عبدالرحیم شهید او معرفت لېسو مدیران د کانکور په ازموینه کې درغلی ردوی او د بریالیو زده کوونکو زیار د ستاینې وړ بولی.
د عبدالرحیم شهید د لېسې مدیر حبیب الله تهذیب وایی، د دې لېسې د بریالیو زده کوونکو سلنه ځکه لوړه ده، چې ښه نظم لری، ښوونکی یې یوالى لری او د ښه تدریس په برخه کې ډېر زیار باسی.
هغه زیاتوی: ((د عبدالرحیم شهید د لېسې زده کوونکی قوی تصمیم لری، د زده کړو تږی دی، عاشقانه زده کړې کوی او عاشقانه بریالی کېږی.))
هغه وایی، دې لېسې هوډ کړى چې د کانکور په راتلونکې ازموینه کې به د لوړو زده کړو موسسو ته د خپلو بریالیو زده کوونکو سلنه 95 ته لوړه کړی.
دى وایی، چې په 1389کال کې د دې لیسې د 12 ټولګی له 600 فارغانو څخه 400 یې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول. خو هغه ونه ویل، چې په یادو کسانو کې څو تنه یې د لوړو زده کړو موسسې ته جذب شوی وو.
همدارنګه د معرفت د خصوصی لېسې داخلی مدیر حفیظ الله ابرم هم ښه نظم، زده کړو ته ډېره پاملرنه او د اصولو پلی کول د لوړو زده کړو موسسو ته د دې لېسې د ډېرو کسانو د بریالیتوب لاملونه بولی.
دى وایی، چې دغه لېسه مخکې هم د پوهنې وزارت له لوری ستایل شوې وه.
ابرم وایی، چې د 1389 کال د کانکور په ازموینه کې د دې لېسې له 48 زده کوونکو څخه 44 یې د لوړو زده کړو موسسو ته بریالی شوی وو.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه لېسه په 1373کال کې د پاکستان په راولپنډۍ کې افغان کډوالو ته جوړه شوه، په 1381کال کې هېواد ته راولېږدول شوه او د 1384 کال په پاى کې یې په رسمی ډول کار پیل کړ.
هڅه مو وکړه چې د عبدالرحیم شهید او معرفت لېسو په اړه د کابل پوهنتون د استادانو څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره شریکې کړو، خو تر بیا بیا اړیکو ټینګولو وروسته هم د دغه وزارت د ویاند د نظر په اخیستو بریالی نه شوو.
خو د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد او د کانکور ازموینې د کمېټې غړى سید نعیم عالمی د کانکور په ازموینه کې هر ډول درغلی ردوی.
دى وایی، د کانکور په ازموینه کې هغه څوک ښې پایلې ترلاسه کولاى شی، چې د ښوونځی د زده کړو ترڅنګ یې په کورسونو کې هم زده کړې کړې وی او زیار یې ایستلى وی.
مشرانو جرګې وړمه ورځ د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید او د پوهنې وزارت مرستیال محمداصف ننګ وربللی وو، ترڅو په کانکور کې د درغلیو او د لوړو زده کړو موسسو د جذب د وړتیا په اړه معلومات ورکړی.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې وویل، چې د کانکور د ازموینې په پایلو کې درغلی نه ده شوې.
دى وایی، په کانکور کې ځکه روڼتیا شتون درلود؛ چې له دې پروسې څخه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د استازو ترڅنګ د ملی شورا، رسنیو او ملی امنیت استازو څارنه کوله.
عبیدالله عبید او محمداصف ننګ نن ولسی جرګې ته ورغلی، ترڅو د کانکور په تړاو د شته شکایتونو په اړه جرګې ته معلومات ورکړی.