بېرته
نوى کابل بانک خصوصی سکټور ته سپارل کېږی
د خپرېدو نېټه: 1391/01/25 0:0د خبر شمېره: 9683سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د مرکزی بانک رییس اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده، نوى کابل بانک یو ځل بیا خصوصی سکټور ته وسپارل شی.
د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوری د وری په 25مه، پژواک خبری اژانس ته وویل، له لومړی سر نه چې دولت د کابل بانک واک په لاس کې واخیست، ټاکل شوې وه چې تر یوه کال وروسته به هغه بېرته خصوصی سکټور ته سپاری.
هغه زیاته کړه، دغه ټاکل شوې موده د روان کال په چنګاښ کې پاى ته رسېږی او مرکزی بانک په پام کې لری، چې هغه خصوصی سکټور ته وسپاری.
دلاوری زیاته کړه چې ځینو غوښتونکو د نوی کابل بانک د پېرودنې وړاندیز کړى دى؛ خو تراوسه لا په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.
هغه وویل چې دوى یوه ښه وړاندیز ته سترګې په لاره دی، چې مرکزی بانک ته د منلو وړ وی؛ په هغه صورت کى به بیا هغه وپلوری.
کابل بانک تېر کال د ناقانونو پورونو او ځینو نورو مالی ستونزو له کبله، له کړکېچ سره مخ شو؛ وروسته بیا د دې بانک یوه برخه د مالیې وزارت اړوند شوه، چې د نوی کابل بانک په نوم فعالیت کوی او بله برخه یې تر اوسه تر پلټنې لاندې ده.
د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوری، تېر کال د لیندۍ په 23مه، یوه خبری ناسته کې ویلی و، چې بېلابېلو کسانو 850 میلیونه ډالره په ناقانونه توګه له کابل بانک څخه پور اخیستى، چې په ټولیزه توګه تراوسه 74 میلیونه ډالره یې بېرته ترلاسه شوی دی چې د ټولو پورونو اتیا سلنه جوړوی.
د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال تېر کال د وږی میاشتې په 26مه، د دې لپاره چې د کابل بانک د کړکېچ مخنیوى وشی، ولسی جرګې ته یې 52 میلیونه ډالره بودجه پېشنهاد کړه او ویې ویل، که دا وړاندیز ونه منل شی، هېواد به له اقتصادی ننګونو سره مخ شی.
زاخېلوال ویلی و، چې د پیسو نړیوال صندوق (آى ام ایف) ویلی دی، ترڅو چې په افغانستان کې د بانکونو ستونزې حل نه شی، دې هېواد سره به مرستې ونه کړی.