بېرته
ولسی جرګې بودیجه تصویب کړه
د خپرېدو نېټه: 1391/02/02 0:0د خبر شمېره: 9815سرچینه: ایرکا خبری آژانس

تر دوه ځلې رد وروسته ولسی جرګې د روان مالی کال بودیجه نن د رایو په اکثریت تصویب کړه.
ولسی جرګې د ولایتونو ترمنځ د انډول په پام کې نه نیولو، د کابل بانک ستونزې او ولسمشر ته د ډېرې بودیجې د اختصاص او ځینو نورو دلایلو له امله د 1391کال بودیجه دوه ځلې د کب په 28مه او د وری په 21مه رد کړې وه.
کابل بانک تېر کال د ناقانونو پورونو او ناسم مدیریت له امله له بحران سره مخ شو، دغه بانک وروسته د افغانستان بانک تر خپل کنټرول لاندې راوست او اوس د دولت په چوکاټ کې د (نوی کابل بانک) تر نوم لاندې فعالیت لری.
کابل بانک شاوخوا 910 میلیون ډالره قرض ورکړى وو او تر اوسه هم د دغه بانک پور اخیستونکو د پور ټولې پیسې دغه بانک ته نه دې ورکړې.
خو د ولسی جرګې په نننۍ غونډه کې د مالیې او بودیجې کمېسیون مشر امیرخان یار وویل، چې د کابل بانک ستونزی د حل لپاره 80 میلیونه ډالره په پام کې نیول شوی وو، خو د جرګې د غړو له غوښتنې سره سم د کابل بانک له بودیجې څخه 15میلیونه ډالره کم او د ګردن دیوال پروژې ته ورکړل شوی دی.
د ګردن دیوال پروژه هغه حلقوی سړک دى، چې له بامیانو ولایت څخه پیل او تر هرات پورې غځېدلى دى.
هغه وایی، چې د ولسمشر له بودیجې څخه 50 میلیونه افغانۍ کمې او د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته ورکړل شوې دی.
ده زیاته کړه، چې د بودجې په درېیمه مسوده کې د ملی شورا د دواړو مجلسونو په عادی بودیجه کې 160 میلیونه افغانۍ زیاتوالى راغلى دى.
د ولسی جرګې ګڼ شمېر غړو په نننۍ غونډه کې ویل، چې کابل بانک ته باید هېڅ پیسې ورنه کړل شی او د ولسمشر بودیجه باید ډېره کمه شی.
خو د ولسی جرګې په نننۍ غونده کې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وویل، که د کابل بانک ستونزه هواره نه کړاى شی، د پیسو نړیوال صندوق (اى. اېم. اېف) به افغانستان ته پیسې ور نه کړی.
هغه وایی، چې د نړیوالې ټولنې د مرستو ډېره برخه د اى. اېم. اېف له لارې افغانستان ته ورکول کېږی، چې په هغې کې د عادی بودیجې ترڅنګ پراختیایی بودجه هم شامله ده.
زاخېلوال زیاته کړه، چې هر کال د ولسمشر لپاره په همدې کچه بودجه په پام کې نیول کېده، خو ولسی جرګې ورسره هېڅ ستونزه نه درلوده.
د هغه په وینا، ولسی جرګې سږ کال د چارو ادارې پیسې هم د جمهوری ریاست په بودیجه کې ورشاملې کړې دی.
زاخېلوال زیاتوی: ((زه نه پوهېږیم، چې سږ کال د ولسی جرګې غړی ولې د ولسمشر له بودیجې سره ستونزه لری.))
د ولسی جرګې د مالی او بودیجې د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د روان کال د بودیجې په لومړۍ مسوده کې د ولسمشر لپاره 84 میلیونه ډالره او په درېیمه مسوده کې 76میلیونه ډالر په پام کې نیول شوی دی.
زاخېلوال وایی، چې د دې بودیجې یواځې 13میلیونه په 91کوډ پورې اړه لری، چې له هغه څخه ولسمشر له بېوزلو سره د مرستې ترڅنګ په جګړو کې د وژل شوو له کورنیو او ټپیانو سره هم نغدی مرستې کوی.
زاخېلوال د ولسی جرګې غړو ته وویل: ((یوه میاشت مو وخوړله، دوه میاشتې په تدارکاتو کې تېریږی، زه تاسو ته عذر کوم، بودیجه تصویب کړئ؛ ځکه د عملی کېدو لپاره یې یواځې 6 میاشتې پاتېږی.))
هغه وویل، که ولسی جرګه دغه ځل هم بودیجه رد کړی نو پراختیایی کارونه او د مرستندویانو ځینې مرستې به په ټپه ودرېږی.
د ولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی وویل، چې د بودیجې له تصویب سره باید سلیقوی چلند ونع شی.
هغه وویل: ((دا بودیجه نه زما ده، نه د زاخېلوال او نه هم د ولسمشر ده، دا د ملت بودیجه ده، باید تصویب شی.))
د ولسی جرګې په نننۍ عمومی غونډه کې د مالیې وزارت له خوا د سږ مالی کال لپاره وړاندیز شوې بودیجه له 135 حاضر وکیلانو څخه په 111 موافقو رایو تصویب کړه او یواځې 24 تنو یې مخالفه رایه ورکړه.
د مالیې، بودیجې او لګښتونو په قانون کې د تعدیل له مخې، د 1391کال د نهو میاشتو لپاره 133،6 میلیارده افغانۍ عادی او 111،2 میلیارده افغانۍ پراختیایی بودیجه په پام کې نیول شوې ده.