
ایران وایی له افغانستان سره به په ټولو برخو کې اړیکو ته دوام ورکړی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان د اسلامی امارت (IEA) په رسمیت پېژندنه یوه «حقوقی ـ سیاسی» موضوع ده او تهران به په دې اړه تر یوې پایلې له رسېدو وروسته پرېکړه وکړی. خو له افغانستان سره به دوه اړخیزې اړیکې په بېلابېلو برخو کې دوام ولری.












