لیکنې

په ملګرو ملتونو کې د پزشکیان وینا؛ د جګړې په اړه د ایران روایت، پر خپلواکۍ ټینګار او نړۍ ته د مقاومت پیغام

په ملګرو ملتونو کې د پزشکیان وینا؛ د جګړې په اړه د ایران روایت، پر خپلواکۍ ټینګار او نړۍ ته د مقاومت پیغام

د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې په داسې شرایطو کې ترسره شو چې په وروستیو میاشتو کې د سیمې تحولات او د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې پایلو د نړیوالو افکارو او رسنیو پام د تهران دریځونو ته اړولی و. په دې مجمع کې د ولسمشر وینا د دې ډیپلوماټیک سفر له مهمو برخو څخه ګڼل کېده؛ ځکه تهران هڅه کوله خپل لیدلوری او روایت په مستقیم ډول نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړی.

د کډوالۍ کړاو او له اسلامی جمهوریت ایران څخه د افغانستان د کډوالو تمې

د کډوالۍ کړاو او له اسلامی جمهوریت ایران څخه د افغانستان د کډوالو تمې

کډوالی د هېڅ یوې کورنۍ لپاره اسانه نه ده. له وطن څخه کلونه لرېوالی، د پردیسۍ زغمل، اقتصادی ستونزې او د راتلونکی په اړه اندېښنه، هغه ستر کړاو دی چې د افغانستان ډېرو کډوالو له لسیزو راهیسې ورسره ژوند کړی دی.