انتخابات امریکا

امیر حاتمی: که دښمن د محاسبې تېروتنه وکړی، داسې درس به واخلی چې د ټولو لپاره به عبرت وی

امیر حاتمی: که دښمن د محاسبې تېروتنه وکړی، داسې درس به واخلی چې د ټولو لپاره به عبرت وی

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز وویل: د وسله والو ځواکونو عملیاتی قطعات خپلې چمتووالی شېبه په شېبه لوړوی او د دښمن او د هغه د ملاتړو د تېروتنې پر وړاندې به زمونږ ځواب لا ډېر سخت او ځپونکی وی.

افغانستان او ایران د ګمرکی همکاریو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا هوکړه کړې ده

افغانستان او ایران د ګمرکی همکاریو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا هوکړه کړې ده

د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخند ایران ته د خپل رسمی سفر پر مهال له ایرانی چارواکو سره د ګمرکی سیسټمونو نښلولو، د اسلام کلا بندر د 24 ساعته فعالیت او د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه خبرې او دواړو لورو په دې برخو کې هوکړې کړې دی.

 د انقلاب معظم رهبر د حضرت آیت الله العظمی وحید خراسانی د رحلت په مناسبت د خواخوږۍ پیغام ورکړ

د انقلاب معظم رهبر د حضرت آیت الله العظمی وحید خراسانی د رحلت په مناسبت د خواخوږۍ پیغام ورکړ

د ایران د اسلامی انقلاب رهبر د حضرت آیت الله العظمی وحید خراسانی د رحلت په مناسبت په یوه پیغام کې د هغه د وفات له امله خواخوږی څرګنده کړې او نوموړی یې په علمی حوزه کې د فقهې او اصولو د تدریس له مهمو بنسټونو بللی دی.

د اسلامی امارت مشر د نظام پر ساتنې او یووالی ټینګار وکړ؛ دینی عالمانو ورته د «شیخ الاسلام» لقب ورکړ

د اسلامی امارت مشر د نظام پر ساتنې او یووالی ټینګار وکړ؛ دینی عالمانو ورته د «شیخ الاسلام» لقب ورکړ

د اسلامی امارت مشر په کابل کې یوې علمی ـ څېړنیزې غونډې ته په وینا کې د اسلامی نظام پر ساتنې، د شریعت پر پلی کېدو او د مسلمانانو پر یووالی ټینګار کړی، ویلی یې دی چې د خپل واک ساتلو لپاره به مسلمانان په خپلو کې سره ونه جنګوی او له هېواده بهر مېشت افغانان یې بېرته راستنېدو ته بللی دی. په دې غونډه کې دینی عالمانو هغه ته د «شیخ الاسلام» لقب هم ورکړی دی.

بقایی: د فارس خلیج هېوادونه باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړی

بقایی: د فارس خلیج هېوادونه باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی د فارس خلیج د همکارۍ شورا د سرمنشی هغه څرګندونې بې بنسټه بللې چې له ایران څخه یې د ځینو سیمه ییزو هېوادونو د زیانونو د جبران غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې برعکس، ایران له هغو هېوادونو د تاوان غوښتنه لری چې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې یې مرسته کړې ده.

 قالیباف: د وینې سوداګر غواړی د جګړې مخالفان پښېمانه کړی

قالیباف: د وینې سوداګر غواړی د جګړې مخالفان پښېمانه کړی

د ایران د اسلامی شورا رئیس، د ایران د تورنولو په موخه د دروغجنو عملیاتو د پراخو کمپاینونو په غبرګون کښې، په خپل سوشل میډیا اکاونټ کښې ولیکل: د جګړې او وینې تویولو سوداګر غواړی له ایران سره د جګړې مخالفان شرمنده او پښېمانه کړی.