شهرک نشینان صهیونیست

ملا برادر له اوورچوک سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډې پانګونې ټینګار وکړ

ملا برادر له اوورچوک سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډې پانګونې ټینګار وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند د روسیې د لومړی وزیر له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او روسی شرکتونو ته یې د کانونو، صنعت، زېربناوو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

پوهنې وزارت له زده کړو د 53 سلنې ماشومانو د محرومیت شمېرې رد کړې

پوهنې وزارت له زده کړو د 53 سلنې ماشومانو د محرومیت شمېرې رد کړې

د پوهنې وزارت په افغانستان کې د زده کړو د وضعیت په اړه د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور په غبرګون کې وایی چې د رسمی زده کړو له نظامه د 53 سلنه ماشومانو بهر پاتې کېدل په دې معنا نه دی، چې هغوی په بشپړه توګه له زده کړو بې برخې دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکی آموته: په ژمی کې دکورونو د تودلو لپاره د سونتوکو اخیستلو توان نلرو

د کابل یو شمېر اوسېدونکی آموته: په ژمی کې دکورونو د تودلو لپاره د سونتوکو اخیستلو توان نلرو

د ژمی ساړه موسم په رارسېدو سره د کابل ښار یو شمېر بې وزله اوسېدونکی وایی، د شدیدې اقتصادی ناتوانۍ له امله نه شی کولی د ټول ژمی لپاره د سون توکی په یو ځل واخلی، بلکې مجبور دی چی هره ورځ یې پر کیلو او سیر وپېری.

د بامیان د کچالانو لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته صادره شوه

د بامیان د کچالانو لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته صادره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی چې د اوزبېکستان له سوداګرۍ خونې سره له هوکړې وروسته، دغه هېواد ته د بامیان ولایت د کچالانو د صادراتو لړۍ پیل شوې او لومړۍ جوپه یې په اتو موټرو کې د اوزبېکستان ترمذ ښار پر لور روانه شوې ده.

د ایران د یوه ډله محصلینو لیکنو ته د اسلامی انقلاب د رهبر ځواب، د ځلانده راتلونکی د جوړولو «ګډه ژمنه»

د ایران د یوه ډله محصلینو لیکنو ته د اسلامی انقلاب د رهبر ځواب، د ځلانده راتلونکی د جوړولو «ګډه ژمنه»

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی خامنه ای له ټول ایران څخه د یوشمیر محصلینو د لیکنو په ځواب کښې چې په دې وروستیو میاشتو کښې یې ورته لیږلې وې، د راتلونکی د جوړولو لپاره د هغوی هوډ او اراده او د مسئولیت احساس یې، د مشرتابه او ځوانانو ترمنیځ د «ګډې ژمنې» د یوځاې کولو لړۍ وبلله او د ایران د پیاوړتیا او اقتدار د زیاتولو لپاره د علم او ایمان او د نفس د پاکۍ او څوچنده هڅې په وسلې باندې په سنبالیدو یې ټینګار وکړ.

متقی: زموږ لویه اندېښنه په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه یی توکو پراخ کښت دی

متقی: زموږ لویه اندېښنه په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه یی توکو پراخ کښت دی

امیرخان متقی د «نشه یی توکو پر وړاندې د اسلامی امارت د مبارزې» تر سرلیک لاندې غونډه کې ټینګار کړی چې اسلامی امارت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه یی توکو د کښت زیاتېدو ته اندېښمن دی.