مذاکرات ایران و امریکا

ترکمنستان: د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابرېږی

ترکمنستان: د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابرېږی

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو چارواکی وایی، د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شی او ټاکل شوې چې د دې پروژې د دشت الوان–ارغندۍ برخه د 2027 کال په جون میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

عراقچی: د اسرائیل پر توغندیز دفاعی سیسټم لګېدونکې پیسې د امریکایی مالیه ورکوونکو دی

عراقچی: د اسرائیل پر توغندیز دفاعی سیسټم لګېدونکې پیسې د امریکایی مالیه ورکوونکو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیل پر توغندیز دفاعی سیسټم د امریکا د 11 میلیارد ډالرو لګښت ته په اشاره ویلی چې د دغه ملاتړ لګښت د امریکایی مالیه ورکوونکو له پیسو ورکول کېږی.

له سوداګریزو توکو بار لومړنی ځانګړی رېل ګاډی له چین څخه د حیرتان بندر پر لور راروان شو

له سوداګریزو توکو بار لومړنی ځانګړی رېل ګاډی له چین څخه د حیرتان بندر پر لور راروان شو

د راپورونو له مخې، د چین د شاندونګ ولایت له لین یی ښاره د افغانستان حیرتان بندر ته د سوداګریزو توکو لومړنی مستقیم اورګاډی چې د شاوخوا اته میلیونه یوانو په ارزښت توکی پکې بار دی، راروان شوی دی.

ملا برادر: یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادی او امنیتی لاسته راوړنې له پامه غورځوی

ملا برادر: یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادی او امنیتی لاسته راوړنې له پامه غورځوی

د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوی ځانګړې اوونۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې د اړمنو هېوادوالو پر لاسنیو د ټېنګار ترڅنګ وویل، دا عادلانه نه ده چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادی او امنیتی لاسته راوړنې له پامه غورځوی او «د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفی ابعادو پسې ګرځی.»