رجوع
کابل د 13 هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې کوربه دی
کابل د 13 هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې کوربه دی
تاريخ النشر: 1391/03/21 19:49رمز الخبر: 10503المصدر: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا

د فارس خبری آژآنس د راپور له مخې د ایران ،روسیه، چین، هندوستان،افغانستان، پاکستان، قرقیزستان، قزاقستان، آذربایجان، عراق، اماراتو،سعودی عربستان او تاجکستان په شمول د 13 هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د غبرګولې په 25 په کابل کښې سره راټول او د افغانستان د سیاسی ، آمنیتی ،اقتصادی او راتلونکې مسئلو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړی .
ددغه غونډې یوه بله اجنډا د آمن او باثباته افغانستان د جوړولولپاره د سیمه ایزو هیوادونو د ګډون څرنګوالی او په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو لخوا د ملکیانو وژلې او د بشرې حقوقو خلاف ورزۍ دی .
په دغه ناسته کښې به د جرمنی، اسټرالیا،فرانسی ، ایټالیا، ناروی او انګلستان استازې هم ګډون ولری .
په دغه کنفرانس کښې به د ملګرو ملتو ، اسلامی ملګرتیاؤ د مؤسسې ، د شانګهای د ملګرتیا د مؤسسې په ګډوه د 14 نړیوالو ارګانونو استازې برخه ولری .
د خارجه وزیرانو له غونډې مخکې به د چهارشنبی په ورځ د کارپیژاندو غونډه وی .