د فارس خبری آژآنس د راپور له مخې د ایران ،روسیه، چین، هندوستان،افغانستان، پاکستان، قرقیزستان، قزاقستان، آذربایجان، عراق، اماراتو،سعودی عربستان او تاجکستان په شمول د 13 هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د غبرګولې په 25 په کابل کښې سره راټول او د افغانستان د سیاسی ، آمنیتی ،اقتصادی او راتلونکې مسئلو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړی . ددغه غونډې یوه بله اجنډا د آمن او باثباته افغانستان د جوړولولپاره د سیمه ایزو هیوادونو د ګډون څرنګوالی او په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو لخوا د ملکیانو وژلې او د بشرې حقوقو خلاف ورزۍ دی . په دغه ناسته کښې به د جرمنی، اسټرالیا،فرانسی ، ایټالیا، ناروی او انګلستان استازې هم ګډون ولری . په دغه کنفرانس کښې به د ملګرو ملتو ، اسلامی ملګرتیاؤ د مؤسسې ، د شانګهای د ملګرتیا د مؤسسې په ګډوه د 14 نړیوالو ارګانونو استازې برخه ولری . د خارجه وزیرانو له غونډې مخکې به د چهارشنبی په ورځ د کارپیژاندو غونډه وی .