رجوع
حامدکرزی د لغمان ولایت د ښځو چارو د رئیسې وژنه وغندله او دا یې یو بزدلانه عمل وباله
حامدکرزی د لغمان ولایت د ښځو چارو د رئیسې وژنه وغندله او دا یې یو بزدلانه عمل وباله
تاريخ النشر: 1391/04/24 17:43رمز الخبر: 10841المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د لغمان ولایت د ښځو چارو د رئیسې میرمن حنیفې صافۍ وژنه، په کلکه وغندله.
د لغمان ولایت د امنیتی چارواکو د څرګندونو له مخې، د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه پرون له غرمې مخکې له خپل میړه سره هغه مهال و وژل شوه چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د دې د سورلۍ پر موټر کې ځای پر ځای شوی بم وچول شو. په دغه چاودنه کې د نوموړې د کورنۍ د غړو په شمول له لسو تنو څخه زیات ملکی وګړی هم ټپیان شول.
حامدکرزی د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښځو باندې بریدکول د اسلام د مقدس دین د اوامرو او د افغانی فرهنګ پرخلاف ناوړه عمل وباله او د دا ډول عملونو ترسره کوونکی یې بزدلان، نامردان او بې غیرتان وبلل.
د هېواد جمهوررئیس د میرمن حنیفې صافۍ کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوی او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسی روغتیا هیله کوی.