د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د لغمان ولایت د ښځو چارو د رئیسې میرمن حنیفې صافۍ وژنه، په کلکه وغندله. د لغمان ولایت د امنیتی چارواکو د څرګندونو له مخې، د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه پرون له غرمې مخکې له خپل میړه سره هغه مهال و وژل شوه چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د دې د سورلۍ پر موټر کې ځای پر ځای شوی بم وچول شو. په دغه چاودنه کې د نوموړې د کورنۍ د غړو په شمول له لسو تنو څخه زیات ملکی وګړی هم ټپیان شول. حامدکرزی د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښځو باندې بریدکول د اسلام د مقدس دین د اوامرو او د افغانی فرهنګ پرخلاف ناوړه عمل وباله او د دا ډول عملونو ترسره کوونکی یې بزدلان، نامردان او بې غیرتان وبلل. د هېواد جمهوررئیس د میرمن حنیفې صافۍ کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوی او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسی روغتیا هیله کوی.